IQNA

ډاکټر عارف علوی دپاکستان ولسمشر وټاکل شو

23:46 - September 04, 2018
د خبر لمبر: 3481499
نړیواله ډله: ډاکټر عارف علوی په خیبر پختونخواه صوبې کې اته اویا،په بلوچستان صوبې کې شپږ پنځوس،په سند کې ۵۶ او دغه راز په ولسی او مشرانو جرګو کې د دواړ و کاندیدانو په مقابل کې دوه سوه دولس رای واخستې چې په اکثریت سره د دغه هیواد ولسمشر وټاکل شو .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د  دنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ   دپاکستان  په ولسی  او مشرانو جرګو دغه راز د خیبر پختونخواه ، پنجاب ،سند اوبلوچستان صوبائی جرګو کې  نن سهار  د  دغه هیواد د ولسمشر   دټاکلو لپاره ستازو خپلې رائې واچولې  ، چې د وروستیو نتیجو په اساس د تحریک انصاف واکمن ګوند کاندید ډاکټر عارف  علوی د مولانا فضل الرحمن چې د اپوزیشن  متحده  کاندید ؤ ، د یو سل یو دیرش  او د پیپلز ګوند د چوهدری اعتزاز  احسن    د یو اتیا  رایو په مقابلې کې په بشبړاکثریت سره د راتلونکو  پنځو کلونو لپاره  ولسمشر وټاکل شو . په پنجاب صوبې کې هم په یوسل اته شپیتو ورایو سره په سر کې راغلی .
 ډاکټر عارف علوی په خیبر پختونخواه صوبې کې اته اویا،په بلوچستان صوبې کې  شپږ پنځوس،په  سند کې ۵۶ او دغه راز په ولسی  او مشرانو جرګو کې د دواړ و کاندیدانو په مقابل کې  دوه سوه  دولس رای واخستې  چې په اکثریت سره د دغه هیواد ولسمشر وټاکل شو .  
 http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i76182
captcha