IQNA

د امریکا د کانګریس د مشرانو جرګې غړی:

امریکا له افغانستان نه د وتلو هیڅ بیړه نه لرې

12:30 - April 18, 2019
د خبر لمبر: 3482104
نړیواله ډله: د امریکا د کانګریس د مشرانو جرګې غړی وویل چې هیواد یی نه غواړې چې خپل پوځ په بیړه له افغانستان نه وباسې.
د ایکنا راپور له مخې، د صدای افغان نه په نقل، جین شهین(د امریکا د کانګریس د مشرانو جرګې غړی) څرګنده کړه: په کانګریس کښې زما همکار او د امریکا حکومت په دغه موضوع سره موافقه لرو.
هغه وویل: په افغانستان کښې جنګ له خبرو اترو له لارې باید تر پایی ورسېږي چې ټولې ډلې په دغه کښې سره شریک وې او د امریکا پوځ له دغه هیواد نه وتل نه باید دومره زر ترسره شې.
دې امریکایی سناتور څرګنده کړه: ښځو هم چې د خبرو اترو په بهیر کې مهم رول لرې، باید د سولې په خبرونو اترو کښې ځانګړې ځای ولرې.
شهین وایئ، هغه څه چې له شمېرې څرګنده وې دا دې چې په سوله کښې د ښځو ملګرتیا سره، احتمال دا ورکوو چې د خبرو اترو بهیر به زیات ثبات او پايښت ولرې او تر ۳۵٪  به زیات دې  تر دې چې هغوي په کښې شتون نه لرې.
http://iqnanews.ru/fa/news/3804153
captcha