IQNA

په کویټه کښې د جمعې لمانځه خطیب په ترهګره حمله کښې شهید شو

16:03 - May 25, 2019
د خبر لمبر: 3482196
نړیواله ډله: د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې د جمعې د لمانځه خطیب په یوه ترهګره حمله کښې ووژل شو.

نن د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې هم د جمعې د لمانځه په وخت په الرحمانیه جومات کښې یوه ترهګره چاودنه وشوه چې له امله یې د دغه جومات د امامِ جمعه او خطیب مولوي عطاء الرحمان نه علاوه یو بل لمونځ کونکی هم وژل شوی دی.

د الرحمانیه جومات په دغه ترهګره چاودنه کښې هم داشان ۱۷ تنه نور زخمي دي.

دا د روژې د مبارکې میاشتې له پیلیدو راهیسې د پاکستان په مختلفو سیمو کښې څلورمه ترهګره چاودنه ده.

http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i82373

captcha