IQNA

پاکستان له هند سره خبرو ته تیار دی

15:24 - June 08, 2019
د خبر لمبر: 3482226
نړیواله ډله: زمونږ خبریال وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی یوځل بیا د اختلافاتو د هواری لپاره له هندوستان سره د خبرو اترو لپاره د اسلام اباد د چمتووالی خبر ورکړ .

هغه وویل پاکستان چمتو دی چې د خبرو اترو له لارې له هندوستان سره خپل اختلافات حل کړی .

دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل د هند نوی حکومت باید له امنیت څخه دبرخوریدا په هکله د خپل هیواد مسلمانان ډاډمن کړی .

هند او پاکستان دکشمیر په شمول دیوشمیر موردونو په هکله له یوبل سره اختلاف لری .

پاکستان او هند تل یوبل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوی .

http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i82670

 

captcha