ډاکټر عبدالله زیاته کړه:«په راتلوونکو میاشتو کښې د ټاکنو په لور ځو او هیله لرو چې رڼې، عادلانه او اعتبار لرونکې ټاکنې ولرو. اجراییه رییس په خپله ویناو کښې ټینګار وکړ چې خلق په هېواد کې له ډیموکراټيک بهیره ملاتړ کوي او په دې روحیې له ترهګرو سره په جګړه دي.»
اجراییه رییس د صلحې او صلحې ته د رسېدو هڅو ته هم اشاره وکړه او وې ويل :«په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت لپاره د دوست هېوادونو هڅې دوام لري. هیله ده چې دا هڅې پایله ولري او موږ هم د سولې د ټينګښت شاهدان واوسو.»
اجراییه رییس همدارنګه په خپلو څرګندونو کې له افغانستان سره د ملګرو هېوادونو او همدارنګه نړیوالې ټولنې له مرستو مننه وکړه او د ګډو همکاریو د دوام غوښتونکي شول.