IQNA

له اماراتو وروسته دبحرین آل خلیفه رژیم هم مودی سرکارته ملی ایوارډ ډالۍ کړ

11:18 - August 26, 2019
د خبر لمبر: 3482372
نړیواله ډله: د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په همداوروستیو کې په کشمیر سیمې کې دهندی پوځیانو جنایتونه محکوم کړی او په ډاګه ئې وئیلی دی ،هندی حکومت او پوځ دې دمسلمانانو په ضد خپل جنایتونه اوظلمونه پای ته ورسوی او اسلامی امت دې په اتحاد او یووالی سره د مظلومو مسلمانانود ژوند ساتلو لپاره لاس په کار شی .

زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ د هندوستان افراطی لومړی وزیر نریندرا مودی له متحده عربی اماراتو روسته چې د  اماراتو دامیر له  لاسونو ئې  په داسې حال کې  دسولې  او امن  ملی ایوارډ ترلاسه کړی چې  له کابو شلو ورځو راهسې ئې د کشمیر دمسلمانانو وینه بهول  دځان لپاره ویاړ بللی ، بحرین ته په سفر تللی او ددغه هیواد  له امیر شیخ حمد بن عیسی بن خلیفه سره  لیده کاته کړی  او په دغه عربی هیواد کې ئې هم چې ځانونه  دمسلمانو  خیر خوا ګڼی ، دامن ملی ایوارډ  یا میډال ترلاسه کړی دی .

له اماراتو وروسته دبحرین آل خلیفه رژیم هم مودی سرکارته ملی ایوارډ ډالۍ کړ

  داپه داسې حال کې دی چې د پاکستان درست مذهبی او سیاسی لوری  ان تر دې چې  حکومتی اوپوځی چارواکی  دعربانو  دمشرانو له حده هم زیات احترام کوی حال دا چې دا  دعربانو پیّلی او وحشی مشران دی چې د نریندرامودی او نتن یاهو په څیر په  جمو اوکشمیر  او نورو سیمو کې د مسلمانانو د وینه بهونکو او وحشی واکوالانو سره په لیدوکاتو ویاړی او ورته ملی میډالونه ډ الۍ کوی

په عین حال کې د  ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په همداوروستیو کې  په کشمیر سیمې کې دهندی  پوځیانو  جنایتونه محکوم کړی او په ډاګه ئې وئیلی دی ،هندی حکومت  او پوځ دې دمسلمانانو په ضد خپل جنایتونه  اوظلمونه پای ته ورسوی او اسلامی  امت دې  په اتحاد او یووالی سره د مظلومو مسلمانانود ژوند ساتلو لپاره لاس په  کار شی .

http://parstoday.com

captcha