|
بسمالله
الرحمن الرحیم
ايکنا د معنوي نړۍ په لور يو کړکۍ
سريزه:
د ايران قراي خبري اژانس(ايکنا) په اسلامي نړۍ کښې لومړنۍ
او يوازينې خبري اژانس دی. مونږ هميشه دا هڅه کړې ده چې د
ايران او د نړۍ د بيلا بيلو ځايونو خبرونه او پيښې د قرانی
ليدتوګې له مخې په بيلا بيلو ډګرونو لکه سياسي، هنري،
ادبي، ټولنيز، د قراني چارې، علم او تفکر، ويب پاڼې او
نړيوال، کښې وڅيړو او تحليل يې وکړو.
تاريخچه:
د ايران قراي خبري اژانس(ايکنا) د 1424 هجري سپوږميز کال د
روژې د مبارکې مياشتې په پينځلسمه نيټه چې د 1382 لمريز
کال د لړم د مياشتې شلمې نيټې سره سمون لري، (د هغه وخت د
اسلامي جمهوري ايران د ولس مشر) حجتالاسلام والمسلمين
خاتمي په لاس شورو شو. د ايکنا کارکوونکيو د خدای پاک په
فضل، د قران پاک د لارښود په رڼا کښې او د امام(ره) په
مشرۍ او د اسلامي انقلاب د شهيدانو په لارې تللو سره، خپل
کار هره ورځ له 7 خبرونو سره په يوه ژبه (فارسۍ) سره شورو
کړ.
موخې او غرضونه:
1- د ټولنې په بيلا بيلو ډلو کښې د قران کريم د انسان ساز
کلتور رواجول
2 - د ټولې نړۍ او ايران د قراني چارو په هکله اطلاع
رسول.
-3 په بيلا بيلو ډګرونو کښې د قران مطلبونه ليکل، ايجادول
او منعکس کول.
- 4 په بيلا بيلو موضوعاتو لکه سياسي، هنري، ادبي،
ټولنيز، کلتوري.... کښې د قران کريم په لور د مخ اړولو
رواجول.
- 5 نورو اسلامي هيوادونو ته د قران کريم هغه ماحول رسول
چې په ايران کښې حاکم دی.
-6 د ټولنې په بيلا بيلو ډلو کښې د قران کريم په هکله د
خبرتيا زياتول.
-7 په کورني او بهرني سطحې کښې د قران کريم د پروګرامونو
په هکله د تجربو او بيلګو يو بل ته رسول.
-8 د قران کريم په محور سره په بيلا بيلو ډګرونو کښې د
کلتوري او فکري جريانونو ايجادول
مهمې چارې:
د ايکنا چارې په لانديو څو محورونو کښې بيانيدی شي:
الف – د خبري اژانسونو په بيلا بيلو ډګرونو کښې هره ورځ د
خبرونو او خبرو اترو جوړول.
ب – د کارپوهانو او صاخب نظرانو په ګډون سره د تحليلي
ناستو پروګرامونه ترسره کول.
ج – د ايکنا يوه تحليلي او خبري مجله (رايحه) په دوو اوونو
کښې يو ځل چاپول او خپرول.
د- د کورنيو او بهرينو قراني پروګرامونو او پيښو لپاره يو
بشپړ خبري پوښښ.
و- تخصصي ناستې ترسره کول د ايکنا له پروګرامونو څخه د يو
خاص موضوع په هکله يو پروګرام دی چې د خبري سرويس په وسيله
د موضوع ته په پام سره د کارپوهانو او صاحب نظرانو په ګډون
سره ترسره کيږي. کوم څه چې د ايکنا په پينځه کلني پروګرام
کښې راوستی شوي دي هغه دا چې په 1390 کال کښې په 35 ژبو
کښې 1200 خبرونه په 30 دنننو څانګو او 15 بهرنيو څانګو کښې
پيدا کول او خپرول دي.
***د افتخاري خبريالو ډله د قران د دې ټولګې بله برخه ده
چې پکښې له ټولې نړۍ افتخاري خبريالان خبرونه ليکي او هره
ورځ يې خپروي او د دې برخې لپاره د فخر وړ دا دی چې په
افتخاري خبريالو کښې د ايران ستر لارښود، د ايران تير او
اوسني ولس مشران او د هيواد نور ستر شخصيتونه د دې قراني
غونډې غړي دي.
***د قراني چارو يوه ځانګړې مجله «رایحه» خپرول د ايران د
قراني خبري ژانس(ايکنا) له قراني چارو څخه ده چې په حقيقت
کښې د قراني مطلبونو يوه خزانه ده چې وخت او موضوع ته په
پام سره د ايکنا په بيلا بيلو خبري سرويسونو کښې څيړل کيږي
او په موضوعي او اسانه او ليکل شوی توګه د لوستونکې لاسونو
ته رسي. او په اسانو ټکو «د معنوي نړۍ په لور کړکۍ دي» چې
د نړۍ د ټولو انسانانو په لور خلاصيږي په دې هيله چې د
حضرت حق په خاصو پيرزوينو سره د لوړو مقصدونو په ترلاسه
کولو کښې کامياب شو. |