IQNA

د شیعه مسلمانانو په وژلې باندې په اعتراض کښې په ټول پاکستان کښې اعتراضونه جاری دی

11:01 - January 24, 2014
د خبر لمبر: 1364560
نړیواله ډله: په اسلام آباد، کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ، حیدرآباد، ملتان، سکر، نواب شاه، شکارپور او په تیره بیا کویټه کښې د پاکستان د خلکو اعتراضی ناسته له پرونه پیل شوې او تر اوسه لا دوام لری.


د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس، چې له اطلاع رسولو مرکز المصدر نیوز یې نقلوی چې دغو پرلتیو له امله په زیاتو ښارونو کښې ډیرې الوتنې لغوه شوې دی او تجاری، اداری او روزنیز مرکزونه هم بند شوی دی.



د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د وژل شویو کسانو خپلوانو مړی تراوسه نه دی ښخ کړی او د اعتراض په توګه یې د هغوی جنازې هم له ځان سره ایښې دی.



په هم دې حال کښې د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلی پرون له پرلت وهلو سره په کتنه کښې هڅه وکړه چې هغوی د دغې اعتراضی ناستې ختمولو ته مجبور کړی.



خو پرلت وهونکو اعلان وکړ چې ترڅو پورې چې د سه شنبې د ورځې د جنایت ترسره کونکی او عوامل نیول شوی نه وی، دغه اعتراضی ناسته به جاری وساتی.



خو روستې راپورونه وایې چې پرلت وهونکو مشرانو ټؤلې غوښتنې د پاکستان داخلی وزیر منلی دی او هغو هم د اعتراضی ناستې ختمولو اعلان کړی ده او نن لس بجې به دغه جنازې خاورو ته سپارل شی.



 1364532

captcha