IQNA

د دبۍ د انعام د قران د نړيوالو سياليو په شپاړسمه دوره كښې د ايران شتون

20:57 - May 22, 2012
د خبر لمبر: 2331955
نړيواله ډله: محمد حسېن هاشمی د ((دبۍ انعام)) نومې د قران شريف د نړيوالو سياليو په شپاړسمه دروه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت له ګډون څخه خبر وركړ.
په اماراتو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مشر محمد حسېن هاشمی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې خبر په اعلانولو سره وويل: له دوو اړخيزو خبرو وروسته د اماراتو حكومت د دغه هېواد د يو استازی په توګه د قران شريف د نړيوالو سياليو په نهوېشتمه دوره كښې چې د غبرګولی د روانې مياشتې له ٢٩ نېټې يعنې د بزرګې د مياشتې له ٢٧ نېټې نه د خداے دګران رسول (ص) د بعثت له كليزې سره په يو وخت شروع كیږی معرفی كړ او په همدې لړ كښې هم ټاكل شوې ده زمونږ د هېواد د قران شريف يو حافظ د ((دبۍ انعام)) نومې د قران شريف په نړيوالو سياليو كښې ګډون وكړی.
هغۀ په دوام كښې وويل: د اوقافو او خېريه چارو تنظيم به ډېر زر د دبۍ انعام دقران شريف په نړيوالو سياليو كښې د ګډون لپاره د ايران يو نمائنده كلتوری مركز ته معرفی كړی. تېر كال هم مهدی خطيبی د هېواد د نمائنده په توګه په دغو سياليو كښې شريك شو او ١٧ رتبه یې ترلاسه كړه.
هغۀ د دغو سياليو په اړه د مسئولانو په دويمه غونډه كښې د ګډون په اړه زياته كړه په دې اړه وړومبۍ غونډه تېر كال په جده كښې وشوه خو د ايران نمائنده ته یې دعوت ورنكړ. او سږ كال په اماراتو كښې په دويمه غونډه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت يو پلاوے ګډون وكړ.1012515

captcha