د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د سعودی چاپ البلاد ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، دغه كلتوری- قرانی سيالی د ((خېركم)) په نامه له تېرو پينځلسو كلونو راهسې په هر كال په سعودی عرب كښې جوړیږی.
د جدې ښار دخېركم انجمن مشر عبدالعزير حنفی څرګنده كړه: دغه سيالی سږ كال په درېو ژبو يعنې عربۍ، اردو او انګرېزۍ كښې جوړیږی چې په سعودی عرب كښې د مېشته اقليتونو او عېر عرب ژبو په شمول له قرانی فعاليتونو سره ټول دلچسپی لرونكی په دغه سيالۍ ګډون كولې شی.
دغه سيالی په كتبی شكل كښې جوړیږی او تر اوسه پورې د هغې د سوالونو يو لك نسخې په سعودی عرب كښې وېشل شوی دی. په دغه سيالۍ كښې ګډون كوونكی مينه وال كولې شی په جده كښې د خېركم انجمن اينټرنټی سایټ ته په لاندې پته مراجعه وكړی.
«www.qj.org.sa».
د دغې سيالۍ مسئولانو د كاميابو كسانو لپاره يو لړ ارزښتناك انعامونه په نظر كښې نيولی دی او ټاكل شوې ده وړومبی كامياب كس ته د ٢٠١٢ كال ماډل موټر په انعام كښې وركړی.
1061515