IQNA

په هندوستان كښې د جنت البقيع د ورانولو پرخلاف لاريون ترسره كیږی

19:14 - August 15, 2012
د خبر لمبر: 2394044
د علم او پوهې ډله: د هندوستان په اترپرديش ولايت كښې د لكهنؤ ښار د ميثم تمار(ع) نومې مؤسسې لخوا د جنت البقيع د ړنګولو په لړ كښې د آل سعود پرخلاف د لاريون مراسم د راروانې وږی يا سنبلې د مياشتې په پنځمه نیټه په دغه ښار كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د لاريون دغه مراسم د شوال يا وړوكی اختر د مياشتې په اتمه نیټه د آل سعود لخوا په بقيع كښې د آئمه اطهارو(ع) د قبرونو د ورانولو د كليزې سره په يو وخت د هندوستان د تكړه او مشهورو دينی عالمانو او پوهانو او د ګڼ شمير شيعه مسلمانانو په شتون سره ترسره كیږی.
دغه لاريون د ځائې وخت د غرمې په ١٢بجو له آصفی نومی تاريخی جومات نه پيلیږی.
د وئيلو ده چې په بقيع مقبره كښې د امامانو(ع) قبرونه او د پيغمبراكرم حضرت محمدمصطفی(ص) د ګرانقدره ترۀ حضرت حمزه قبر په كال ١٣٠٥هجری شمسی كښې د وهابيانو په لاس ويجاړ شول او د دغو قبرونو نه علاوه وهابيانو د حضرت فاطمه بنت اسد، حضرت ام البنين، د رسول الله(ص) د زوی ابراهيم، د امام صادق(ع) د زوی اسماعيل، د پيغمبراكرم(ص) د پيو د مور حليمه سعدی او د رسالت د وختو د شهيدانو قبرونه هم وران كړل.
دغې بې لارې ډلې د حضرت عبدالمطلب، ابی طالب، خديجه كبری قبرونه او د حضرت محمدمصطفی(ص) او د دوی د ګرانې لوې حضرت صديقه كبری(س) د زوكړې ځايونه په ١٣٠٤كال كښې د خاورو سره سم كړل او د جده ښار په نژديو كښې د حضرت حوا قبر ته ئې هم زيان ورسوۀ.
1078417

captcha