د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د سعودی چاپ ((الرياض)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د روشندلانو( په سترګو معذورو)) كسانو د خدمت او توان بخښنې انجمن ((ابصار)) د اداری شورا مشر احمد محمد علی وړمه ورځ د وږی د مياشتې په ١٢ نېټه سعودی عرب په جده ښار كښې وويل: دغه طرحه په اسلامی نړۍ كښې له روشندلانو د خدمت د خصوصی دفترونو او مركزونو د مسئولو ادارو په همكارۍ سره جوړه شوې ده چې په برېل خط سره ليكل شوی قرانونه به په سترګو معذوره كسانو ترمېنځ ویړيا تقسيمیږی.
هغه په دوام كښې وويل: ټاكل شوې ده داسلامی نړۍ د قران شريف د فعالو مركزونو په ملګرتيا سره په برېل خط سره د نبوی سيرت په موضوع سره د تاليفاتو او تفسيری كتابونو د چاپ كولو يوه خصوصی څانګه د ملك فهد نومې د قران شريف د چاپ او نشر په ټولنه كښې خلاصه شی.
1090377