نړیواله ډله: د پاکستان د ایالت بلوچستان سر وزیر څرګنده کړه: د زائرانو ستونزې حل کولو لپاره نیت کړی چې د پاکستان او ایران سرحد باندې یو لوی ساختمان جوړ کړو چې زائران په کې ښه امنیت او آرام سره استوګنه کوی.قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان جعفریه غورځنګ مشر حجت الاسلام و المسلمین ساجد علی نقوی، حجت الاسلام و المسلمین جمعه اسدی، د امام صادق علیه السلام د مدرسه مشر حجت الاسلام و المسلمین سید حسن مبلغ، د شیعه عالمانو شورای د بلوچستان ایالت مشر او نورو ګڼو مشرانو د بلوچستان ایالت سر وزیر عبدالمالک بلوچ سره کتنه وکړه.
په دې کتنه کښې حجت الاسلام و المسلمین ساجد علی نقوی د پاکستانی زائرانو امنیتی او اقتصادی مسئلې او ستونزې وړاندې کولو سره وویل: نا امنیتی او اقتصادی د دې ایالت د شیعیانو جدی ستونزو نه دی، او همدارنګه زائران له دې نا امنیتی له سببه له ډېرو مسئلو سره مخامخ دی.
په ادامه کښې عبدالمالک بلوچ وویل: حکومت بی له ډله ډلبندی او بی له ملی تعصب نه پاک د ترهګرو مخنیوې لپاره فعالیت کوی او مونږ کوښښ کوو چې د بلوچستان ځنې پوهنتونونه د شیعیانو په سیمو کښې جوړ کړو.
هغه زیاته کړه د زائرانو ستونزې لپاره هم فکر کې یو چې د پاکستان او ایران سرحدی سیمه کښې یو لوی ساختمان د زائرانو استوګنځې جوړ کړو، چې زائران په کې ښه امنیت او آرام سره استوګنه کوی.
2787073