IQNA

د بنګلادیش شیعیانو په حسینیه کې چاودنی مسؤولیت داعش په غاړه واخیستلو

0:36 - October 29, 2015
د خبر لمبر: 3408250
نړیواله ډله: د تکفیری ترهګرو ډلې داعش، د بنګلادیش پایتخت ډاکا ښار کې د شیعیانو تر ټولو لوې حسینیه کې د عاشورا مراسمو په وخت د چاودنې مسؤولیت په غاړه اخیستلی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «المصریون» ورځپاڼې نه په نقل، د داعش تکفری ډلې د بنګلادیش پایتخت ډاکا ښار د شیعیانو ستره حسینیه کې د چاودنی مسؤولیت په غاړه اخیستلی.

دا چاودنه چې د داعش تکفیری ترهګری ډلې له اړخه لګول شوی چودنکې مواد له کبله شوی د ډاکا شیعیانو حسینیه کې یو کس شهید او ۱۰۰ تنه ژوبل شوی.

د دې راپور له مخې، دا چاودنه د عاشورا د شپی عزاداری مراسمو په وخت د بنګلادیش سلګونو شیعیانو ترمنځه شوی.

دا د داعش له اړخه بنګلادیش کې دریمه ترهګری ده چې ړومبنۍ دوو کې د مرستندویو موسِسو او سازمان سره اړیکې لرونکې ډاکټران یی ډاکا ښار کې وژلی وو.

دې خبری ته پام سره چې د قطر او عربستان له اړخه د وهابیت سره تړلې موسسو نه د بنګلادیش نه په سلګونو کسان د شام هیواد جنګ ته لېږلی شوی دی.

http://iqna.ir/fa/News/3393393

captcha