قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ګاردین ورځپاڼې نه په نقل، د برېتانیا تعلیمي مدارک ورکولو مشترکې شورا چې انګلیس کې تعلیمي آزمون پیل کوونکې دي اعلان کړي: په ځنې رسنۍ کې د ۲۰۱۶ کال امتحانونو پروګرام د بدلون په اړه راغلې او ښودلې شوي چې د امتحان ورځې د رمضان میاشتې کې را تللو په سبب د مسلمانانو روزه دارو محصلانو له کبله دې پروګرام کې به بدلون راځي. نو دې شورا خپلې بیانیه کې اعلان کړي چې د امتحانونو پروګرام یو کال مخکې نه تنظیم شوي او دې بدلون نه راځي.
د انګلیس ځنې ورځپاڼو لکه دیلی میل، سان و دیلی تلګراف د چهارشنبه په ورځ د دی میاشتې ۱۶ تاریخ باندې اعلان کړي وو چې د امتحانونو پروګرام د اسلامی ټولنې مشرانو او د امتحانونو شورا مشرانو ترمنځه خبرو اترو نه پس ممکنه ده چې بدله شی.
د امتحانونو شورا اعلان کړې چې ځنې وړوکې بدلون د محصلانو له آرام لپاره په برنامه کې راغلی، خو ولی دې ستر تعلیمي نظام کې چې محصلان په کې مختلفو برخو کې مشغول دي، د هر قسمه درخواست او غوښتنې قبلول امکان نه لري، خو ولی د امتحانونو شورا همېشه کوښښ کوي چې پروګرام له ټولو لپاره په عادلانه توګه برابر کړي.
د خبرو اترو نه پس د امتحانونو شورا اراده لري چې د امتحانونو وخت کې بدلون نه راوستلو نه پس ځنې بدلون راولي چې د روزه دار محصلانو لپاره آسانې وې لکه ځنې امتحانونه سهار وخت کې پیل کړي.
تېر کال د انګلیس امتحانونو کې بدلون راوستلې شوي چې د مسلمانانو محصلانو لپاره چې روزه دار دي په هغې باندې سخت نه وې او دا هغې سره یو مرسته وي.
راروان دوه کاله به د انګلیس د مدرسو امتحانونو وخت د رمضان میاشته سره سمون لري.