قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو چینل نه په نقل، د المدادیه فرماندار په دې اړه وویل: د المداردیه شیعیانو او اهل سنتو د دغې ولایت مرکز «اشور» ښار «لا اله الاالله» جومات کې سره یو ځای د جمعې لمونځ اقامه کړو.
هغه تاکید وکړو چې وحدت دا لمونځ د شیعه عالمانو او اهل سنت، کارپوهانو او شخصیتونو په شتون کې پیل شو.
العزاوی وویل: د دې لمونځ اقامه کولو هدف د ډله ډلبندي سره مقابله او سره یووالی او همدارنګه د المدادیه اوسېدونکو ترمنځه یووالی او له هغه ستونزو سره مقابله ده چې یوه هفته مخکې ورسره مخامخ شوي وو.
هغه څرګنده کړه: شیعه او سنی عالمان په دې لمونځ کې د یووالی او د ډله ډلبندي سره د مقابلې دعوت او سره د یوځای اوسېدو او سوله یز ژوند او د عراقیانو وینه نه حرام ګڼلو درس ورکړو.
د عراق د دیاله ولایت پولیس قوماندان «جاسم السعدی» هم په دې لمونځ کې ګډون کړي وو وویل: د وحدت دا لمونځ یو ستر پیغام دې فتنه اچووونکو ته چې د المقدادیه خلک د فتنه اچووونکو سره مقابلې لپاره یو دې.
المدادیه ښار تېره هفته له ځنې چاودنو او خونړۍ پېښو سره مخامخ وو چې په کې تقریباْ له ۷۰ نه زیات کسان مړه او ژوبل شوي وو.