IQNA

حنانه خلفی د «سعید بن جبیر» قرآنی محفل کې

10:44 - March 12, 2016
د خبر لمبر: 3479932
نړیواله ډله: د ایران ۹ کلنه حنانه خلفي د قرآن کریم یوه ځانګړی حافظه د عراق سعید بن جبیر نړیواله قرآنی څلورمه جشنواره کې ګډون وکړو.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د قاف قرآنی خبرونو نه په نقل، د عراق سعید بن جبیر نړیواله څلورمه جشنواری چارو څارنې کمېټه د دې جشنواری په رسمي توګه پرانیستا نه وړاندې د عراق واسط ولایت مرکزی ښار کوت کې د سپېڅلې صحابي په مرقد شریف کې یو قرآنی محفل پیل کولو اقدام کړي وو.
په دې قرآنی محفل کې، یو شمېر دننني او بهرني مېلمانه چې د قرآن څلورمه نړیواله جشنواره کې ګډون لرلو دې محفل کې ګډون وکړو او د عراق وتلې قاری محمد نزار په اواز کې د الله تعالی د کلام آیتونه وورېدل.
د دې قرآنی مراسمو تر ټولو په زړه پورې برخه، د ایران نه د قرآن ځانګړې حافظې حنانه خلفی چې د نړۍ ترټولو نه وړه قرآنی حافظه ده شتون وو، هغې دې نړیواله قرآنی جشن کې د خپل حفظ ځنې برخې ګډون کوونکو ته تلاوت کړي چې شتون لرونکې ورته حیران شول.
د دې مراسمو په اخیره کې د عراق قرآنی انجمنو اتحادیه مشر ناطق الزرکانی د سعید بن جبیر قرآنی نړیواله څلورمه جشنواره چارو څارونکې کمېټې له اړخه د راتلونکې نه مننه وکړه او د دې جشنوارې پیل کولو اقدام یی د قرآنی چارو یو مهم قدم وټاکلو.
د سعید بن جبیر قرآنی نړیواله څلورمه جشنواره له ۱۸ اسفند نه شروع شوي چې تر د درې ورځو پورې پیل کېږي.
د جشنواره دې دوره کې د عراق قرآنی انجمنو او مؤسساتو سره سره، د سوئد، دانمارک، ایران، لبنان، افغانستان، تاجیکستان او بریتانیا قرآنی فعالان او شخصیتونه ګډون کوې، دا جشنواره د عراق قرآنی انجمنو، سپېڅلې زیارتونو همکاري سره د واسط والي په مرسته پیل کېږي.


captcha