قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «sify news» خبرونو نه په نقل، د هند ګجرات ولایت وادودارا جومات ادعا لري چې د قرآن کریم دا نسخه د نړۍ تر ټولو لويه نسخه ده چې ترې په دې جومات کې ساتنه کېږي.
د هند وادودارا جومات سره د قرآن کریم دا ځانګړې نسخه ۱ x۲ متره ابعاد کې جوړ شوې چې په کُحل(د رانجو کاڼي) او برطاووس باندې لیکلې شوي.
د دې قرآن حاشیه او پوښښ یی په سرو زرو باندې لیکلې شوي او سینګار شوي دي.
د قرآن کریم دا نسخه په ۳۰ ټوکو کې لیکلې شوي چې هر ټوک یی ۳۰ پاڼې لري او د هر پاڼه ۱ x۲ متره ابعاد لري او لرغونتوب یی تقریباْ تر ۲۵۰ کاله نه مخکېني ښودلې کېږي.
د هند ګجرات جومات مشران په داسې حال کې ادعا کوي چې د نړيوال ريکارډ ګینیس کتاب تر ټولو لوي قرآن روس فدراسیون کې د تاتارستان قازان ښار قل شریف جومات کې ساتلې شوي نسخه ثبت کړې ده.
دا قرآن ۱۵۰x200 سانتي متره دي چې ۶۳۲ پاڼې او ۸۰۰ کيلو ګرامه وزن لري.
پوښښ یی په شین مرمرو کاڼې باندې سینګار شوي او د یشم کاڼې، سرو زرو او سپینو زرو پوښل شوی دی.