قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د عربستان الریاض ورځپاڼې نه په نقل، د سعودي امنیتي ځواکونو د دغه هیواد قصیم سیمه کې د قرآن کریم سپکاوې کوونکې یو عربستاني نیولې دي.
دا کس چې د قصیم ولایت بریده ښار اوسېدونکې دې د یو فلم جوړولو چې په کې د قرآن کریم نسخه شلولې او بیا یی په ټولنیزه چینلو کې خپور کړې نیولې شوي.
د سعودي الریاض ورځ پاڼې په دې اړه لیکلې: د قصیم ولایت پولیس ویاند راپور ورکړي چې امنیتي ځواکونو تېره ورځ په ۲۷ خرداد باندې د قرآن کریم سپکاوي کوونکې چې د بریده ښار په جومات کې یی د الله تعالی د کلام سپکاوي کړي پېژند ګولې نه ورستو نیولې دي.
ورځپاڼې د دغه عربستاني ښاریز نوم پټولو سره ادامه کې لیکلې: دا کس چې تقریباْ دېرش کلیز دې او د عربستان تابعیت لري او د هغه د کارونو او عمل نه څرګنده ده چې هغه په یوې روانې او روحانی مرضونو کې اخته دې.
د دې راپور پر اساس، امنیتي ځواکونو دا کس د نیولو نه پس د هغه په اړه د ضروري او لازمي کارونه ترسره کولو لپاره هغه عدالت ته وړاندې کړي.