قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Indian Express» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قرآن کریم دا پاڼې د هغه ځای محلې وخت د شپې ۱۰ باندې پیدا شوي او تقریباْ د سهار یوه بجه اعتراض کوونکو دا مسئله د پنجاب د قانون جوړونې د شورا غړې فرزانه خاتون کور ته وړې چې د راپور له مخې خبره هلته نه بیا خپره شوي.
دې اعتراض کوونکو له دې نه ورستو د دغې شورا غړې په کور باندې برید کړي.
په دغه برید کې، د دغه ځای ساتونکیو ۳۰۰ اعتراض کوونکو نه د خپل ځان بچ کولو لپاره هوایي ډزي وکړې چې نتیجه کې ۸ کسان ټپیان او یو شمېر پولیس ونیول.
په دې پېښه کې ځنې اعتراض کوونکې د قانون جوړونې شورا دفتر په دېوالونو باندې وختل او د پولیس بسونو او د دغې شورا غړې او دفتر ته یی نقصان ورسولو.
د مرستیال ځواکونو په مرسته اعتراض کوونکې له دغه ځایونو نه پره کړې شو.
هیڅوک نه دي نیولې شوي
سره له دې چې حالت تر کنترول لاندې دې، خو ښار اوس هم تاوتریخوالی سره مخامخ دې، د ۲۵۰ شکمن کسانو نه زیات نومونه ثبت شوي خو ولی تراوسه څوک نه دې نیولې شوی.
پولیس همدارنګه تاکید وکړو: درې راپور د دې پېښي په اړه تیار شوي، یو راپور د قرآن کریم سپکاوې کوونکې په خلاف، دویم په پولیس باندې برید کوونکو په خلاف او دریم د هغه کسانو خلاف چې نقصان یی ورکړي.
له بلې خوا، فرزانه خاتون او د پنجاب پولیس مخکې مشر او د هغې خاوند ازهر عالم له اړخه د دې برید مسئول خپل سیاسي مخالف ټاکلې او له پولیس نه یی غوښتنه کړې چې د دې برید اصلی دلایلو څېړنه وکړي او څرګنده یی کړې.