قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، پاکستان پېښور کې د ایران کلتوری ادارې نه په نقل، د زیات احتمال ښودلې کېږي چې د عربستان مقامات به د ایرانی حاجيانو ونډه دې کال پاکستانیانو ته ورکړې.
د پاکستان یو خصوصي ټلوېزیون راپور ورکړې چې دا قوي احتمال شتون لرې چې د ایرانی حاجيانو ونډه دې کال پاکستانیانو ته ورکړي.
د اسلامی هیوادونو غونډه کې سعودی مقاماتو ته تاکید سره چې د هیوادونو ترمنځه د حاجيانو منلې شوې ونډې رعایت وکړې، بیا هم ځنې هیوادونه زیات ونډه لرې، لکه ځنې عربی هیوادونه چې د عربستان سره اتحاد لري.
د پاکستان آج ورځپاڼې اعلان کړې چې: د مالیزیا حکومت مسئول جمیل خیر بهارم غوښتنه د خپل هیواد لپاره د حاجيانو لپاره د زیاتې ونډې غوښتنه کړې وه.
هغه ویلې دې: د عربستان چارواکو سره چې کوم تړون شوې دې کال به د کوالالمپور نه ۲۸ زره کسان حج لپاره عربستان ته سفر کوې.
ورځپاڼه په پایی کې لیکلې: عربستان تر اوسه د ایرانی حاجيانو ونډه خالی ساتلې او د هغې خالي ځایونو برابرولو کې پاتې راغلې.
http://iqna.ir/fa/news/3512100