قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان نه په نقل، د شیعیانو وژلو او د امام باړو تفتیش او د اهل بیت علیهم السلام منونکو یو نوې څپه په کراچۍ ښار کې را اوچته شوي، چې تر اوسه په کې یو شمېر خلک ژوبل او مړه شوي.
په تېرو دوه ورځو کې د شیعیانو خلاف د امنیتي ځواکونو ستر عملیاتو کې د اهل بیت علیهم السلام منونکو نه یو شمېر کسان د تکفیریانو وژلو او ترهګرۍ عملیاتو کې لاس لرلو په بهانه نیولې شوي.
سید فیصل رضا عابدی، د تېر حکومت سناتور او د شیعه مکتب مشهور شخصیت حجت الاسلام میرزا یوسف د امنیتي ځواکونو له اړخه نیولې شوي.
د پاکستان ښاریزو د دې نوې غیر عادلانه نیولو او عملیاتو په خلاف د هیواد په مختلفو ښارونو کې او په تېره بیا په کراچۍ کې د اعتراض مظاهرې پيل کړې.
کراچۍ د امنیتي نیولو هدف
د راپور له مخې، د کراچۍ په مختلفو سیمو کې د امنیتي ځواکونو نیولو هدف او تېره شپه د شیعیانو فعالیتونه چې د کراچۍ په رضوی امام باړه کې ترسره کېدل نه د مخنیوې په بهانه کسان ونیول او د قرآن کریم د نسخو سپکاوې یی وکړو.
د شیعیانو وژلو نوې څپه
راپور دې چې همدارنګه، د کراچۍ سیمې اوسېدونکې څلور شیعیان تېره شپه چې کله له د عزادارۍ ماتم نه بېرته کور ته تلل په لاره کې د ترهګرو د ظلم ښکار شو او د هغوي به موټر باندې په موټرسیکل ناست نامعلومو کسانو حمله وکړه چې دغه ترهګري پېښه کې سید کامران عباس شهید او انور علی کاظمي او دوه نور کسان ټپیان شول.
http://iqna.ir/fa/news/3543879