IQNA

یو نیم ملیون بهرني زائران عراق ته راغلې

5:33 - November 17, 2016
د خبر لمبر: 3480281
نړیواله ډله: د عراق هیواد وزارت دغه هیواد ته د بهر نه د یو نیم ملیون زائرانو را تللو خبر ورکړې او تاکید یی کړې چې قانونی اقدامات د اربعین د زائرانو په دغه هیواد کې په ښه ډول ترسره شوي دې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د عراق السومریه خبرونو نه په نقل، د عراق هیوادی وزارت ویاند اعلان کړې: د عراق هیوادی وزارت ځای ناستې عقیل الخز علی د دغه وزارت ټولو کارکوونکو ته چې په هر ډول د امام حسین علیه السلام د اربعین زیارت لپاره عراق ته راځي خدمت کولو کې مشغول دي د قانوني لارو او د عراق ته ننوتلو اداري کارونو لکه رسمي او قانونی ویزا ترلاسه کولو باندې تاکید کړي.

یک و نیم میلیون زائر خارجی وارد عراق شدند

هغه وویل: د عراق د قانون په رڼا کې، هغه کسان چې عراق ته په غیر قانوني طریقه راغلې، خپل هیواد ته به بېرته لېږلي کېږي.

سعد معن په ادامه کې د بهرنې زائرانو یو نیم ملیون نه نور هم زیات کسانو شمېره وړاندې کړه او وویل: د دې زائرانو قانونی کارونه په ښه ډول ترسره شوي او د نورو زیاتو زائرانو عراق ته را تللو امکان نور هم وجود لري.

یک و نیم میلیون زائر خارجی وارد عراق شدند

د عراق د هیوادي وزارت ویاند په ادامه کې وویل: وزارتخانې د دې سترې ټولنې لپاره مخکې نه پروګرام جوړ کړې وو او دا مسئله د چارواکو له اړخه او د خلکو له اړخه تایید شوي دي.

ویلې کېږي: کربلا کې هر کال د سترې ټولنې او لاریون چې په کې په ملیونو زائران موجود وې چې هم د عراق دننه او هم بهر نه د امام حسین علیه السلام د اربعین ورځې زیارت لپاره کربلا کې راټولېږي، او عزاداري کوي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3546559


captcha