IQNA

د ملګرو ملتونو بشري حقوق سازمان استازي میانمار ته سفر

11:02 - January 11, 2017
د خبر لمبر: 3480356
نړیواله ډله: د ملګرو ملتونو بشري حقوق سازمان استازي په ۱۹ دی باندې د جګړیزه سیمو نه او د تاوتریخوالي آثار لیدلو لپاره میانمار ته سفر کړي.
د ملګرو ملتونو بشري حقوق سازمان استازي میانمار ته سفر

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د رویترز خبرونو نه په نقل، د حکومت له اړخه د روهینګیا مسلمانانو سره زور زیاتي او د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه د راپورونو له زیاتوالي په لټه کې د ملګرو ملتونو بشري حقوقو سازمان استازي یانګهی لی د دوولس ورځو سفر باندې میانمار ته ورسېدو.

د کال ۲۰۱۶ نهم اکتوبر باندې د بنګله دېش سره د برما په سرحدي سيمو د نيولو له امله همغږي بریدونه نه پس د روهینګیا مسلمانانو باندې په راخین کې بریدونه شروع شو.

د میانمار چارواکو، مسلمانان د دې حملو عاملین وټاکل او د سخت نظامي عملیات یی د میانمار په شمالی ولایت کې شورو کړل.

له هغه وخت نه ۸۶ کسان مړه او د ملګرو ملتونو په وينا تقریباْ ۳۴ زره کسان له هغه ورځ نه د بنګلادېش پولو باندې بې کوره شوي.

د راخین ولایت اوسېدونکې، د میانمار ځواکونه، په جنسي زیاتو، د غیر ځواکي کسانو په خپل سر توقیف او همدارنګه د کلو سوځول باندې متهم کوي، په داسې حال کې چې د آنګ سان سوچی د حکومت لاندې دا تورې رد کړي او ادعا لري چې دا عملیات د بلوې خلاف ترسره کېږي.

ویلې شوي چې بانګهی لی به د برما په شمال کې «راخین، یانگون، نایپیداو» او «کاچین» ولایتونو ته ځې او د پوځ او د وسله والو تر منځ د کړکېچو اغزو په اړه څېړنه کوي.

هغه په خپله بیانیه کې اعلان کړي: د تېرو میاشتو حالات په ګوته کوې چې نړیواله ټولنه باید په برما کې د بشري حقوقو حالت څارنه کې هوښیار وې.

برما کې یو ملیون او ۳۰۰ زره روهینګیا مسلمانان ژوند کوي خو ولی د دغه هیواد حکومت هغې ته تابعیت ورکولو نه ډډه کوې، همدارنګه د روهینګیا مسلمانان ځنې محدودیتونو لکه واده او اقتصادي فرصتونو سره مخامخ دي.

http://iqna.ir/fa/news/3561230


captcha