IQNA

د نړۍ له ۴۰ اسلامی ښارونو انځورونو البوم

6:35 - January 15, 2017
د خبر لمبر: 3480358
نړیواله ډله: د ترکی انځورګر یو البوم جوړولو کې دي چې د نړۍ ۴۰ اسلامی ښارونو د انځورونو څخه د البوم تیاري دي.
د نړۍ له ۴۰ اسلامی ښارونو انځورونو البوم

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د یئني آکیت ورځپاڼې نه نقل، د ترکي انځورګر اورهان دورګوت تراوسه د ټولې نړۍ اسلامی ښارونو نه ښکلې انځورونه ځان سره ثبت کړي.

هغه د ترکی یوې رسنۍ سره د خپل دې فعالیت په اړخه مرکه کې وویل: د مسلمان ولس په ټوله نړۍ کې خپرېدو نه ورستو اوس هم د یو بل اسلامی آثارو نه خبر نه دي، زما هدف د ۴۰ اسلامی ښارونو د انځورونو څخه د البوم د تیاري دي، یو دارنګه سرچینه چې مسلمانانو لپاره د نړۍ اسلامی مهم ښارونه سره آشنا شي.

دورګوت دې خبرې سره چې له کال ۲۰۱۰ نه یی دا البوم جوړول شورو کړي دي وویل: تراوسه می د نړۍ له ۳۱ ښارونو نه انځورونه اخیستلې چې حلب ښار هم له هغې نه یو دی هیله لرم چې دا البوم به را روان کال کې ترسره شي.

هغه څرګنده کړه: مسلمانان باید له نورو هیوادونو کلتور سره اشنا شي، ټول مسلمانان وضو کوي او سره یو طرف ته لمونځ کوي، د نړۍ د ټولو مسلمانانو کتاب قرآن دي، زمونږ د ټولو مسلمانانو ځانګړتیاوې سره یو دي چې باید پر هغې تاکید ؤ لرو، څرګنده ده چې دارنګه یو البوم تیارول چې په کې د نړۍ له اسلامی څلوېښتو ښارونو انځورونو سره اطلاعات وړاندې کړي ډېر ګټور او ارزښتمن دي.

http://iqna.ir/fa/news/3562052


captcha