کویټه کې د مصباح الهدي اکاډمۍ مشر جعفري، د پاکستان بلوچستان ولایت مرکزی ښار نه قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې دا اعلان کړي چې د علمدار سیمې نصیر آباد کې د دغې اکاډمۍ دویمې برخې پرانیستا شوي هغه څرګنده کړه: د اکاډمۍ په مختلفو کلاسونو کې د شرکت کولو لپاره د نوم لیکل شورو شوي.
هغه زیاته کړه: دا اکاډمې په پاکستان کې د قاریانو او قرآن زدکړه کوونکو د روزنې په هدف پیل شوي چې راروان کال به په دغه ډلې کې د زیاتوالي راولي.
جعفري څرګنده کړه: واقعي ده چې که چرې له ماشومتوب نه د قرآن زدکړې خلکو ته ورکړو، د ټولنې مادي او معنوي خوښۍ مو راروان وخت لپاره ډاډمن شو. ځکه چې هغه کسان چې له قرآن سره بلد وي کم له انحراف سره مخامخ کېږي.
د قرآن مصباح الهدی اکاډمۍ مشر د تجوید، قرائت، روخوانې، اسلامی معارف او د کمپیوټر کلاسونه د دې اکاډمۍ روزنیز پروګرامونه وټاکل، او وې ویل: په دې اکاډمۍ کې یاد شوي درسونو سره سره د رسمي مدرسو درسونه هم له زده کوونکو لپاره ښودلي کېږي، چي محصلان په دغه درسونو کې محکم شي.
هغه په اخیره کې څرګنده کړه: د مصباح الهدی د پروګرام په رڼا کې د اکاډمۍ کلاسونه به له دې کال لومړي بهمن نه شورو کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3562785