قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د times of india خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا نندارتون د اسلام حقیقي معنا هدف سره ۵ ورځو لپاره منګلور کې پیل کېږي.
دې نندارتون سره ځنې غونډې د جنین پېژندنه، د انسان د بدن اناټومی، د شرابو د مصرف ویجاړوونکی اغیزې، داعش او ترهګري عنوان سره هم پیل شوي.
د دې نندارتون پیل کوونکې چارواکې محمد حنیف اوپینانگادی وویل: اسلام مونږ ته سولې زدکړه کوي او قرآن کریم په څرګنده انسان له قتل نه منع کوي.
هغه زیاته کړه: د قرآن له نظره که څوک یو انسان ووژنې ټول بشریت یی وژلي دي.
اوپینانگادی د قرآن کریم زدکړو ته اشارې سره تاکید وکړو: دا چې ځنې اسلام ته ترهګرو او یا داعش سره تړون ورکوي، مکمل په غلطه دي، ځکه چې دغه ډله په څرګنده توګه د دین په مخالف عمل کوي.
دا ۵ ورځې نندارتون چې له ۲۱ دی نه شورو شوي هره ورځ تقریباْ د مختلفو دینونو نه د ۵ زره کسان کوربه وو.
http://iqna.ir/fa/news/3563233