قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الجزیره خبرونو چینل نه په نقل، د کاناډا په کبک جومات باندې د ترهګري پېښه کې قرباني شوي کسانو جنازې مراسم په ۱۴ بهمن باندې پیل شو.
دغه مراسم په المپیک مونترال پارک کې د ۵ زره کسانو شتون سره ترسره شو او همدارنګه دا مراسم د ټی وی چینلو نه د دغه هیواد په ملیونونو کسانو لپاره نېغ په نېغه خپاره شو.
د کاناډا کبک جومات د څو ورځو مخکې په لمونځ کوونکو باندې د خونړۍ ډزو پېښې نه پس لومړۍ ځل خپلې دروازې د لمونځ کونکو او خبریالو لپاره خلاصې کړي.
د کبک اسلامی کلتوري مرکز او جومات کې په ۱۰ بهمن باندې د تقریباْ ۴۰ تنه ماسخوتن لمونځ کوونکو باندې د درې وسله والو ډزو کې ۶ تنه مړه او یو شمېر کسان ژوبل شوي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3569985