قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د CBC News چینل نه په نقل، دا غورځنګ د کبک ښار په جومات کې د اخیرنۍ مرګیزه پېښي چې په کې یو شمېر کسان ژوبل او مړه شو، په خلاف غبرګون ښودلو لپاره ترسره شو.
د اتاوا سره سره د کبک ښار او ورسره د نږدې سیمو خلکو هم د جمعه د لمونځ په وخت راغونډ شول او د مسلمانانو سره یی د یووالي او حمایت اعلان وکړو.
ادمونتون جومات هم پرون د یو شمېر کسانو انساني ځنځیر د سولې دایرې سره مخامخ وو چې د مسلمانانو ټولنې نه یی د خپل حمایت اعلان وکړو.
ادمونتون ښار کې جن پروسر د دغه سولې دایرې پیل کوونکې وو هغه وویل: د دې غونډې هدف له تبعیض سره مقابله او د ځنې هغه خلکو سره چې مسلمانانو نه نفرت کوي مقابله ده.
هغه وویل: د کبک په جومات کې ډزي او د امریکې ولسمشر له اړخه امریکې ته په مسلمانانو باندې بندیز د خلکو د ناارامګۍ سبب ګرځېدلي.
پروسر زیاته کړه: دې انساني ځنځیر سره مونږ ښودل غواړو چې ټول خلک دا حق لري چې خپل دین باندې عمل وکړي.
http://iqna.ir/fa/news/3570174