IQNA

د قرآن حافظانو لپاره اسانه واده

1:52 - February 09, 2017
د خبر لمبر: 3480390
نړیواله ډله: د قرآن حافظانو لپاره د اسان واده پروګرام د «رضوان» عنوان سره په غزه کې شورو شوي.
د قرآن حافظانو لپاره اسانه واده

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د البوابه خبرونو نه په نقل، غزه کې د اسانه واده انجمن او د ټولنیزه خیریه انجمن «الریاض» له اړخه «رضوان» پروګرام لاندې د قرآن حافظانو واده کې اسانتیا لپاره غزه کې شورو شو.

دې دوه انجمنو په غزه کې د قران حافظانو لپاره د اسان واده پروګرام پیل کولو په حقله یوې خبرې غونډې ته خبر ورکړي.

هغه بیانیه چې په دغه خبرې غونډه کې لوستلې شوي راغلې: د قرآن کریم حافظانو د اسان واده پروګرام د ۲۶ کلیزه ځلمې ځوانانو لپاره دي او دې پروګرام کې ګډون لپاره نوم لیکلو پروګرام پرون نه شورو شوي.

قرآن کریم حفظ او همدارنګه ځوانان کور ابادولو ته او همدارنګه ټولنیزه ژوند ته وده ورکول د دې پروګرام اهداف ښودلې شوي، دا پروګرام به په څلورو مرحلو کې او دوه میاشتو کې ترسره کېږي.

لومړۍ مرحله د قرآن کریم حافظانو دې لپاره د نوم لیکنې ده چې درې اونۍ وخت لري، دویمه مرحله د قرآن کریم د حفظ مقابله کې چې هم دې پروګرام لپاره پیل کېږي ګډون کول درېیمه مرحله چې د واده لپاره په دغه پروګرام کې ګډون کري د هغې د واده خرڅ په هکله پیل کېږي. څلورمه مرحله چې اخیرنۍ مرحله هم ده په کې د واده جشن ترسره کېږي او د حافظانو ترمنځه نغدي وېشلې کېږي.

په دې پروګرام کې ګډون کوونکې باید حافظ وې، د قرآن حفظ مقابله باید موفقیت سره ترسره کړي، واده یی لومړۍ وې او اقتصادي کمزوري وې او همدارنګه وعده به ورکوي چې د واده په نوم اخیستلې پیسه کې به اسراف نه کوي.

http://iqna.ir/fa/news/3570669


captcha