قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اراکان خبرونو نه په نقل، دې وخت کې تقریباْ ۵۰۰ کسان د انساني مرستې لپاره د مالیزیا د حکومت او د مالیزیا د بشر ملګرتیا سازمان له اړخه د روهینګیا مسلمانانو لپاره د میانمار پانګون بندر ته رسېدلي دي.
سره د دې چې د میانمار حکومت د دې مرستې چې د مرستندويه سازمانونه له اړخه خپرېږي سره مخالفت کړي او ټینګار یی کړي چې د ۵۰۰ کسانو دا سامان باید د راخین ولایت مسلمانانو او بوداییانو کې سره یوشان او برابر تقسیم شي.
د آنګ سان سوشی حکومت ټینګار کوې چې دا مرستي باید د مسلمانانو او بوداییانو ترمنځه برابر او یوشان تقسیم شی ځکه چې دا مرستې د مالیزیا د حکومت او د مالیزیا د بشر ملګرتیا سازمان له اړخه د روهینګیا مسلمانانو لپاره چې د بوداییانو ځواکونو او وسله والو له اړخه ځپلې شوي او پرې ظلم شوي دي او دا مرستې یواځې د مالیزیا د حکومت او د مالیزیا د بشر ملګرتیا سازمان له اړخه د روهینګیا د خلکو ترمنځه خپرېدو لپاره را لېږلي شوي.
له بله اړخه، د بشري حقوقو چارو کې د ملګرې ملتونو سازمان خبریال «یانګی لی» چې د ۱۲ ورځو په سفر میانمار ته راغلې وو، اعلان کړي: غواړو چې دا راروانه میاشته کې د ملګرو ملتونو سازمان بشري حقوقو له اړخه د ځواکونو او وسله والو په مسلمانانو باندې ظلمونو کولو په اړه څېړنې شورو کړو.
پانګی لی به دې اړه وویل: د برما د حکومت د ناتوانى په پام سره د یو معتبر او مستند څېړنې پیل کول سره غواړې چې د دغه شورا هیوادونه تشویق کړي چې د روهینګیا مسلمانانو باندې د میانمار ځواکونو ظلم او زیاتي په اړه حقیقت ترلاسه کولو او د حل لپاره یوه کمېټې جوړه کړي.
راروانه اونۍ کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقوقو شورا غړې هیوادونه غونډه په ۱۳ مارچ (۲۳ اسفند) باندې د سوئیس ژنو ښار کې پیل شي.