IQNA

د ایکنا ځانګړې/

د ایرانی عارف زیارت، په بدنامي کوڅه کې د اسلام ژوندي کوونکې + انځور

16:24 - March 01, 2017
د خبر لمبر: 3480409
نړیواله ډله: د عثمان مرندي زیارت د پاکستان د سهوان یا سیوان ښار کې چې د پاکستان او د ټولې نړۍ له زرګونو زائرانو او د عاشقانو د زړونو کعبه ده، چې په دې اخیرې ورځو کې د داعش تکفیري ډلې له اړخه ځانمرګې چاودنه شوي.
د ایرانی عارف زیارت، په بدنامي کوڅه کې د اسلام ژوندي کوونکې + انځور

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، عثمان مرندی چې لعل شهباز قلندر باندې مشهور دی په کال ۵۸۳ هجري (۱۱۸۷ میلادي) کې د مرند شرقي آذربایجان په سیمه کې سید کبیر کورنۍ کې زېږېدلې وو.

په کال ۶۲۲ هجري کې د پاکستان مولتان ښار کې مېشت شوي وو او د اسلام په اړه یی په ستره توګه فعالیت کولو.

د دې عارف زیارت د پاکستان د سهوان یا سیوان ښار کې چې د پاکستان او د ټولې نړۍ له زرګونو زائرانو او د عاشقانو د زړونو کعبه ده په ۲۸ بهمن باندې د داعش تکفیري ډلې له اړخه چاودنه شوي وه او په دغه ځانمرګی چاودنه کې تقریباْ ۹۰ کسان شهیدان او ۱۵۰ کسان ژوبل شوي وو.

پاکستان حیدر آباد کې د ایران کلتوري سازمان سره تړلې احمد عبدالله پور دې ته پام سره چې عثمان مرندي د خپلو فعالیتونو له کبله د دغه هیواد په مسلمانانو کې یو ځانګړي ځای لري نو د هغې په هکله نور معلومات ورکولو لپاره یی د دغه ستر عالم او شاعر په هکله معلومات ایکنا ته ورکړل چې تاسو ته یی وړاندې کوو.

عثمان مرندی چې لعل شهباز قلندر باندې مشهور دی په کال ۵۸۳ هجري (۱۱۸۷ میلادي) کې د مرند شرقي آذربایجان په سیمه کې سید کبیر کورنۍ کې زېږېدلې وو او په کال ۶۲۲ هجري کې د پاکستان ملتان ښار کې مېشت شوي وو او د کال ۶۷۳ شعبان میاشتې ۲۱ باندې یی د اسلام په اړه په ستره توګه فعالیت او د عرفان او د اسلام خپرولو خدمت نه ډک ژوند یی تر پایی ورسېد او په سهوان کې خاورې ته وسپارلې شو.

سهوان، د پاکستان حیدر آباد ښار نه ۱۲۰ کلومیټر فاصلې سره د دغه ښار په غرب کې آباد دي، چې د مرندی له مرګ نه ورستو د سهوان شریف په نوم مشهور شو.

د بدنامۍ او فساد نه ډکه کوڅه کې د اسلام ته ژوندون ورکول

د هغه په سهوان کې د مېشتې ځای یوه بدنامه کوڅه مولتان وه، هغه به د خپلو مریدانو چې اعتراض به یی کولو چې ولی له دې نه بهتر ښار کې ژوند نه کوي ویل: په پاک ځای کې پاک اوسېدل هنر نه دي بلکې هنر دا دی چې په دارنګه کوڅه کې پاک ژوند وکړي.

ډېر کم وخت کې د دغه سیمې بدنامه او فاسد کسان د هغه د برکت او انسانښت او اسلام نه خبر شو. د هند په دغه سیمه کې له هغوي نه زیاتې معجزي نقل شوي او د دغه ایرانی عارف ژوند لیک نه د پاکستان او هند په کتابونو کې تري ذکر کېږي.

ویلې شوي عثمان مرندی ته لعل ځکه ویلې کېږي چې هغه به همېشه د خپل وطن مرند په یاد کې سرې جامي اغوستلې چې د هغه د وطن جامه وه.

کله چې د مغلو باچاه هلاکوو خان چې کله په کال ۶۵۶ ه ق(۱۲۵۸ء) د عباسیانو خلافت مرکز بغداد باندې برید وکړو او د حسن صباح قلعې یی په الموت او د ایران په نورو سیمو کې فتح کړې نو په الموت کې آباد اسماعیلیان لپاره هلته نه د تللو او نورو سیمو کې پناه اخیستلو نه علاوه بله لاره نه وه.

د حکومت مخالفت سره دوولس امامي شیعه پاتې کېدل

هغه یو کس چې د مغولو حملې نه پس د ایران نه تلل ته مجبور شو هغه عثمان مرندی د امام جعفرصادق علیه السلام نمسۍ وو چې سره د دې چې اسماعيلیانو سره نسبي اړیکې وې خو ولی پخپله اسماعیلی نه وو او هغه وخت چې شیعه مذهب لرل د خلفاء او حکومت له اړخه جرم وو هغه دوولس امامي شیعه وو او د سهروردیه طریقت منونکې وو.

لعل شهباز قلندر د مولونا جلال الدین بلخی (۶۰۴هجری – ۶۷۲هجری) هم عصر وو، خو ولی یو د ایران فلات شرق کې او بل په غرب کې وو نو معلومه نه ده چې کوم یو د بل اثر اخیستلې.

د انګلیس استعمار په وخت کې لیک او تدریس

شهباز قلندر، ستر عالم او ژبه پوهاند وو، په صرف او نحو کې مهارت لرلو او د انګلیس استعمار حکومت کې یی تالیفات د پاکستان سند ولایت په جوماتونو او مدرسو کې تدریس کېدل، د هغه د صرف او نحو، میزان صرف، عقد و وجود العاشقین کتابونه شهرت لري.

لیکوال او شاعر

هغه لیکوال او د پارسي ژبې شاعر وو، د عربی او فارسي ادبیاتو کې مهارت لرلو او د تفسیر، حدیث او فقه پوهاند وو، د هغه د شاعرۍ مجموعه «دیوان قلندر» په نوم کال ۱۹۹۸ء کې خپره شوي.

پر مزار یی ګنبد او سینګار جوړول

په کال ۱۶۲۱ء کې د هند یو عادل باچا شاه جهان په حکم سره د عثمان مرندی په قبر باندې یو لوي او مجلل او د سینګار نه ډک اوسني ګنبد جوړ شو دا ګنبد د سهوان په ښکلو عمارتونو کې شمېرلي کېږي.

د هغه مزار او زیارت کې د زیارت په ورځ په زرګونه خلک او عاشقان راټولېږي، د دې عارف عرس چې د لعل شهباز قلندر عرس سره مشهور دي هر کال د هجري کال شعبان میاشته کې ۶ ورځو لپاره او د ځنې کسانو په وینا ۳ ورځو لپاره پيل کېږي.

په دې مراسمو کې د پاکستان، هند او د سراسري نړۍ نه د لعل شهباز قلندر زیارت ته خلک راځي او دهمال ګډون کوي.

د هر زیارت په ورځ هم دهمال پيل کېږي چې یو شمېر خلک او زائران په کې شتون لري.

ولی شوي چې دهمال په اصل کې *ده میل* (لس میل) وو چې لعل شهباز قلندر به د امام سجاد علیه السلام په یاد کې د ماتم په شکل لس میل مزل کولو او دا ورورو د صوفیانو لپاره یو اصل وګرځېدو.

http://iqna.ir/fa/news/3576815

captcha