قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آرکان خبرونو نه په نقل، محمد بوشیبه، د الجزاير بشر ملګرتیا اقدامات او مرستې سازمان چې د دغه هیواد ارشاد او اصلاح انجمن سره تړون لري په دې اړه وویل: دا د مرستې کاروان راروانو څو ورځو کې به د ترکی بشر ملګري فعالیتونه او مرستې سازمان همغږي سره میانمار ته حرکت کوي چې په کې د روهینګیا مسلمانانو لپاره مختلف خوراکۍ په کې موجود دي.
هغه دې ته اشارې سره چې د روهینګیا مسلمانان د میانمار د حکومت له اړخه په زور باندې ویستلې کېږي، څرګنده کړه: د روهنیګیا مسلمانانو حالت ډېر غمجن کوونکې دي او هغوي سترو مرستو ته اړتیاوې لري.
د الجزاير بشر ملګرتیا اقدامات او مرستې سازمان مشر وویل: دا سازمان په کال ۲۰۰۹ کې جوړ شوي او خپل بهرنې فعالیتونو کې د مختلفو اسلامی جنګ ځپلو، مصیبتونو او د ستونزو کې بوخت سیمو کې خلکو سره مرسته کړي.
له دې نه مخکې د میانمار حکومت د مالیزیا د حکومت له اړخه راغلې مرستې د روهینګیا مسلمانانو ته نېغ په نېغه رسولو سره مخالفت کړې وو او اعلان یی کړي وو چې دا بشري ملګرتیا مرستې باید د آراکان ولایت مسلمانانو او بودایانو ترمنځه یوشان تقسیم شي.
http://iqna.ir/fa/news/3580138