IQNA

مولوي شیرانی:

طالبان او داعش د امریکا په ګټه کې فعالیت کوي

20:15 - March 05, 2017
د خبر لمبر: 3480420
نړیواله ډله: د پاکستان اسلامی نظریاتو شورا مشر د داعش او د طالبانو له اړخه د اسلام په لاره کې جهاد په بهانه وینه بیولو او جګړې باندې نیوکې سره وویل: دا دوه ډلې د اسلام په نوم امریکا او غرب لپاره کار کوي.
طالبان او داعش د امریکا په ګټه کې فعالیت کوي

قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان جنګ ورځپاڼې نه په نقل، د پاکستان دروند عالم مولوي محمد خان شیراني د پاکستان بلوچستان ولایت باګ سیمې تعلیم القرآن مدرسه کې جوایز ورکولو مراسمو کې ډله ډلبندۍ او افراط په سختي سره محکوم کړو او څرګنده یی کړه: داعش او طالبان له نورو لپاره جنګېږي او د اسلام او جهاد په نوم باندې په اسلام هیوادونو کې فساد او وینه بهوې.

هغه وویل: د ترامپ را تللو سره په نړۍ کې جنګونو یو نوې شکل ترلاسه کړي او د ډله ډلبندۍ جنګونه شورو شوي.

مولوي شیرانی څرګنده کړه: امریکا غواړي د عربي او غربي هیوادونو په مرسته د مسلمانانو ولسو ترمنځه ډله ډلبندي پیدا کړي او جنګ شورو کړي.

هغه تاکید وکړو: هغه وخت رسېدلي چې خپل دښمن وپېژندو او د دښمن په تبلیغاتو باور ؤ نکړو، ځکه چې دا به اسلامی نړۍ سره خیانت وي.

captcha