IQNA

د طب پرمختګ قرآن ته اړتیا لري

7:13 - March 08, 2017
د خبر لمبر: 3480424
تفکر ډله: ادریس وویل: قرآن کې د طب بحثونه غفلت سره مخامخ دي او مونږ د قرآن کریم آیاتو ته پاملرنې سره د طب په علم کې پرمختګ کولي شو.
د طب پرمختګ قرآن ته اړتیا لري

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د سوډان القضارف پوهنتون علمي ډلې استازي عبدالمالک احمد ادریس د قرآن کریم نړیواله مطالعاتو اجلاس کې د «قرآن کې د بوټو دارو ارزونې» موضوع باندې خبرې وکړي.

ادریس د تقریر به شورو کې وویل: مونږ د ځنې هغه بوټو دارو چې په قرآن کې ذکر شوي، وکتل، دا بوټې اوسني علمي وخت کې هم پرې مطالعات کېږي، وینا هدف مو په قران کې د ناروغتیا درمل ته د توجه ضرورت دي، زمونږ طریقه تحلیلي، تشریحی او مقایسوي دي، مهمه نتیجه یی دا ده چې قرآن کریم کې ذکر شوي درمل خاصیت په نوې علم او پوهنو کې ثابت شوي دی. نو د دې پر اساس قرآن کریم یوه علمي معجزه ده.

هغه زیاته کړه: قرآن کریم کې د بوټو مختلف انواع ذکر شوي، ځنې بوټې په صراحت سره یاد شوي او ځنې نور په قرآن کې نه دې راغلې خو ولی د پیغمبر صلی الله علیه و آله به احادیثو کې راغلې.

ادریس څرګنده کړه: قرآن کې څېړنه او د علمي ارزونې مسلمانان به قادر شي چې یو ځل بیا به طب کې وړاندې شي، او دا مطلب یو سبب ګرځېدلي شي چې د اسلام دین ته بلنه وشي. په آیتونو کې د درمل بوټو ذکر کولو نه پس خلک تفکر او شکر ته بللې شوي.

هغه ادامه کې وویل: بوټې په خوراکو کې یو اساسي رول لري، کاربوهايدريتونه له بوټو اخیستلې کېږي چې بشري خوراکۍ کې بدلېږي. الله تعالی بوټې د درمل او خوراک سرچینه ګرځولي ده او دا مسایل یی ۱۴۰۰ کاله مخکې ذکر کړي دي.

دې سوډاني استاد وویل: د قرآن کریم نه غفلت سره مونږ د بوټو په اړه د قرآن کریم بحثونه هم هېر کړل او کيمياوي درمل ته مو لاس واچولو چې ناتوانى یی نن ورځې څرګنده او ثابته شوي. نوې دارو یواځې د یو خاص درد درمل کوي او ډېر عوارض هم لري.

ادریس په اخیره کې وویل: قرآن کریم کې د هوږه، پیاز، کيله، انار او انګور ذکر شوي، بوټې دوه ډوله دي چې ځینو لپاره رتبه ذکر شوي او د ځینو نوم اخیستلې شوي، دا مسئله څرګنده کوي چې قرآن کریم لومړي ځل د بوټو د درمل تقسیم کړي، چې دا په ګوته کوي چې هغه بوټې چې نوم یی اخیستلې شوي زیات په درمل لپاره کارول کېږي، او هغه بوټې چې څو ځله یی نوم اخیستلې شوي په ناروغتیا کې د درمل لپاره کارول کېږي او نورې ډېرې ښې اغېزې لري.

http://iqna.ir/fa/news/3581209


captcha