IQNA

د قرآن کریم آیتونو نصب کولو په اړه د هاروارډ پوهنتون عمومي اړیکو توضیح

13:29 - March 09, 2017
د خبر لمبر: 3480425
نړیواله ډله: د هاروارد پوهنتون د عمومي اړیکو یو چارواکې له دې نه ورستو چې په ټولنیزه ویبپاڼو کې په دغه پوهنتون کې د قرآن کریم ژباړه شوي آیت یو انځور خپور شو، خپله توضیح په دې اړه وړاندې کړه.
د قرآن کریم آیتونو نصب کولو په اړه د هاروارډ پوهنتون عمومي اړیکو توضیح

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مصر اوی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د امریکه ازادي چینل ویبپاڼې دا راپور خپرولو سره چې د ټولنیزه ویبپاڼو کارنو او په تېره ټوئیټر کې له اخیرنۍ څو میاشتو نه یو انځور شریکتیا لپاره وړاندې کېږي چې په کې د هاروارد پوهنتون کې نصب د قرآن کریم د یو آیت په انګلیسې ژبه ژباړه شوي انځور دي.

دغه انځور چې په کې د آیت انګلیسې ژباړه شوي د سوره نساء مبارک ۱۳۵ آیت دي: «ای هغو کسانو چې ایمان یی راوړی دی (ای مومنانو) اوسئ تاسو تل محکم ولاړ، په انصاف سره شاهدان (خاص) لپاره د الله خو که وي (دا شاهدي) پر نفسونو ستاسو(چه زیان مو وې په کښې) یا په والدینو (مور او پلار ستاسو) یا په اقاربو (خپلوانو).

که وی دغه (مشهود علیه او مشهود له) غني (شتمن) له فقیر «محتاج» نو الله ډېر خیر غوښتونکې دي پر دوی له تاسو نه. لومړي ځل دا آیت د یو عربستانې محصل عبدالله جمعه چې د هارواد حقوق پوهنځي کې مشغول دي له اړخه ټوئیټ شوي وو.

هغه دا انځور خپرولو سره لاندی ورته لیکلې وو: د قرآن کریم دا آیت د هارورد پوهنتون د حقوق پوهنځي په دېوال باندې سره د عدالت په اړه د نورو په لسګونو عبارتونو، لږېدلي.

د دې انځور خپرولو سره د ټولنیزه ویبپاڼو د ډېرو کارنو په ذهن کې دا پوښتنې پیدا شوي چې ولی یو امریکایی پوهنتون کې د قرآن کریم دا آیت د یو حقوق پوهنځې په دېوال لږېدلي.

هم په دې اړه سارا مارستون، د هاروارد پوهنتون حقوق پوهنځې عمومي اړیکو چارواکي راډیو سره مرکه کې د دې سوال په اړه ځواب کې وویل او توضیح یی ورکړه: دا آیت د پوهنځې په دېوال نصب نه دي بلکې د حقوق پوهنځې د ننه یو عمارت کې په یو دېوال باندې نصب دي او د ۳۴ نورو ارزښتمنه ویناوو سره نصب دي چې دا ټولې جملې د سیاسي، ایډیولوژیک، دیني او کلتوري جملو کې راټولې شوي او د دې خپرولو هدف د بشري عدالت او کرامت د قانون له لاري تحقق ورکولو لپاره همېشه څېړنې شوي.

مارستون زیاته کړه: د دې پیغامونو انتخاب او جمع کولو وجه د مختلفو کلتورونو، دیني او تاریخي اقتباس را جمع کول وو چې په دې کې قرآن، عهد قدیم کتاب، عهد جدید، ماګنا کارتا یا منشور کبیر، د مارتین لوتر ویناوي او د جنوبي افریقا ولسمشر او د ازادي د لارې جنګېدونکې او د آبارتاید مخالف تحریک لارښود او د انجیل د جرمني ژبې ژباړونکې نلسون منډېلا ځنې خبري موجودي دي.

captcha