IQNA

د قرآن نوي ژباړې په اړه مصري مېرمنه وایئ + انځور

13:33 - March 09, 2017
د خبر لمبر: 3480426
نړیواله ډله: د مصر عین شمس پوهنتون استاده اسراء عبدالسید په چاینی ژبه کې د قرآن کریم ژباړه شورو کړي او تراوسه یی ۲۳ سپارې ژباړه کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مصر العربیه خبرونو نه په نقل، د مصر عین شمس پوهنتون د ننه د ژبو پوهنځي کې د چایني ژبې ډلې مشره او استاده اسراء عبدالسید په چایني ژبه کې ډاکټرتیا کړې او د دې ژبې یادولو سره شوق له وجهې هغې دینی متون په دغه ژبه کې ژباړه کول شورو کړل.

اسراء دوه ډاکټرتیا په چاینی ژبه کې ترلاسه کړي، او په کال ۱۹۹۸ کې د خپلې ډاکټري رساله د «په چایني ژبه کې د سوره کهف ژباړه» عنوان سره او په کال ۲۰۱۴ کې یی بله رساله د «عربی او چایني ژبه کې د لفظونو اشتراکی» عنوان سره لیکلې.

عبدالسید، د یو شمېر رسالو په مختلفو ژبو او موضوعاتو لکه د قرآن بلاغت او د حدیث کتاب صحیح بخاری لارښودې استادې په توګه پاتې شوي او همدارنګه د مختلفو رسالو کې د ځانګړي فعالیتونو او د لارښودې په توګه استاده پاتې کېدل د هغې د قرآن ژباړه کولو لپاره یوه مقدمه وه.

د قرآن کریم په چایني ژبه کې ۱۴ ژباړي

د قرآن کریم نه په چاینی ژبه کې ۱۴ ژباړي موجود دي چې ژباړن یی ټول د چینې عالمان وو او تراوسه اسراء عبدالسید چې د عرب ژبې لومړۍ مسلمانه ښځه ده چې قاهره کې د ژباړې او د ژبو نړیواله عالي مرکز کې د چایني ژبې مشره ده چې په چایني ژبه کې ژباړه کوي.

هغې مصر العربیه سره مرکه کې وویل: په چایني ژبه کې د قرآن ژباړه پایی ته رسېدو کېده او دې وخت تر ۲۳ سپارې ژباړې ته رسېدلې یم او دا به د یو عرب له اړخه په چایني ژبه کې لومړۍ ژباړه وې.

د قرآن چایني ژباړو کې خطا، د نوې ژباړي دلیل

اسراء عبدالسید وویل: د قرآن کریم په چایني ژبه کې ژباړه می په دې دلیل شورو کړه چې د کلام وحي چایني ژبو ژباړي مي کله مطالعه کړې نو ډېرې خطاګانې مې پکې ولیدلې چې دلیل یی دا وو چې د دغه ژباړنو مورنۍ ژبه عربي نه وه او د هغې لپاره سخته وه چې د قرآن کریم مفهوم په ښه توګه منتقل کړي.

یوه ستونزه چې د ژباړې په وخت اسراء ورسره مخامخ شوه، د دواړو ژبو(عربي او چایني) جملو ترکیب کې فرق دي، دا فرق ترلاسه کولو لپاره د تاریخ، فقه او تفسیر زیاتې مطالعې ته هغې اړتیا لرله او هغه چې کله هم د یو آیت تفسیر کې ستونزې سره مخامخ شوې ده نو هغې له دغه فن استادانو نه مرسته ترلاسه کړې او د شیخ شعروانی تفسیر (اهلسنتو تفسیر)نه یی هم زیاته استفاده ترلاسه کړې ده.

هغه وایئ: د قرآن کریم ژباړه زما په غاړه یو امانت دي او زه باید د یوې کلمې له صحیح معنا نه ځان مطمئن کړم، ډېر ځلې داسې شوي چې د چایني ژبې ۱۴ قرآنی ژباړو ته می هم مراجعه کړي او هغه مې ډېر دقت سره مطالعه کړي.


http://www.iqna.ir/fa/news/3581688

captcha