IQNA

فلېپین کې د شیعیانو جومات کې ایرانی پلاوي + انځور

6:21 - March 12, 2017
د خبر لمبر: 3480429
نړیواله ډله: د ایران کلتوری سازمان مشر په مانیل کې د ایران پلاوي سره د فلېپین بولاکان سیمه کې د امام رضا علیه السلام جوړېدونکې جومات نه کتنه وکړه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) فلېپین کې د ایران کلتوری سازمان ایکنا ته وویل: مائیل کې ایرانی پلاوي او د ایرانی کلتوری سازمان مشر محمد جعفري ملک د فلېپین بولاکان سیمه کې د امام رضا علیه السلام جوړېدونکې جومات نه کتنه وکړه او د دغه ښار د جمعه په لمونځ کې ګډون هم وکړو.

دا جومات د بولاکان شیعیانو په همت سره دوه چتیزه او ۱۸۰ میټر په حدود کې جوړېږي.

دې وخت لومړي چت یی مکمل شوی او دویم چت یی مرستې ته اړتیا لري.

د دې ښار شیعیان د غیر دولتي او د دولتی مرکزونو له اړخه د بي حمایتي او د سختې غریبي له کبله د کال ټول مراسم هم دغه ځای کې پیل کوي.

مراسمو کې د ایران کلتوری سازمان مشر په خپلو خبرو کې د دوو عالمو سیده مېرمنه حضرت فاطمه سلام الله علیها د شهادت خواخوږي وړاندي کړو او وې ویل: دا چې نن د دې سیمي شیعیانو ترمنځه یم ډېر پرې خوشحاله یم هیله لرم چې دا جومات به هم ډېر زر جوړ شي.


http://iqna.ir/fa/news/3582692


captcha