IQNA

بوستون ماراتن کې د منډې مقابله کې د لومړۍ حجاب لرونکې شتون

9:20 - March 16, 2017
د خبر لمبر: 3480432
نړیواله ډله: د امریکا بوستون ښار کې د ماراتن مقابلو کې چې د اپریل په میاشته کې شروع کېږي لومړۍ مسلمانه حجاب لرونکې منډه وهونکې رهف خطیب به په دغه لوبه کې ګډون کوې.
بوستون ماراتن کې د منډې مقابله کې د لومړۍ حجاب لرونکې شتون
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د aboutislam خبرونو ویبپانې نه په نقل، دا مسلمانه لومغاړې چې ۳۳ کلنه ده د بوستون ماراتن د ښځو ځانګړې مقابلو کې ګډون کوې.
د ښځو ټیم به د ماراتن بوستون مقابلو کې د لومړۍ ښځې په دې مقابلو کې د ګډون پنځوستم کال لمانځلو لپاره دې کال په دې مقابلو کې ګډون کوي .
خطیب ان بی سی نیوز چینل سره مرکه کې وویل: د ښځو ټیم استازي ډېره مهمه ده او فکر کوم چې دا کار یوه ستره لاره ده چې ښځو ترسره کړې.
هغې زیاته کړه: خو ولی زه غواړم چې خلک خطا کوې او زه به دا څرګندوم چې ښځې حجاب سره هم د ماراتن په مقابلو کې ګډون کولې شي.
خطیب وویل: زه غواړم چې غلط تصورات(د ښځو مسلمانانو په اړه) له منځه وېسم، او زما دا لاره او طریقه زما د منډې لوبې حق ادا کولو او د ټولو انسانیت حق ادا کولو لپاره ده.
دې مسلمانې لوبغاړې وویل:له کله نه چې د ماراتن بوستون مقابلو اهمیت را ته څرګنده شوي، له هغه وخت نه مې په دې مقابلو کې د ګډون اراده می کړي وه.
خطیب ۳۳ کلنه مسلمانه سوری اصل ده او د ۸۰ په لسیزه کې امریکې ته راغلې، د درې بچو مور ده او په تخصصي توګه د ماراتن منډه کې ګډون کوې.

captcha