قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Daily Journal خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دې مسلمانې محصلې لومړۍ خپلو همکلاسی او ملګرو ته د حجاب په اړه توضیح ورکړه.
او بیا د مدرسې له چارواکو اجازت او تشویق سره د دمې وخت نه استفاده وکړه او د اسلام په نظر کې یی د حجاب او د حجاب کولو په هکله خبرې وکړي او نورو محصلانو سرونو باندې یی هغه لوپټې چې له ځان سره یی وړې وې ورته په سر کړي.
براون محصلانو ته توضیح ورکړه چې قرآن کریم له مسلمانانو غوښتنه کوې چې خپله مینه او عزت د حجاب سره رعایت کړي او حجاب په ایمان باندې د عمل کولو یوه لاره ده.
د امینه براون دا کامیابه تجربه سبب شوه چې د کال اخیره کې محصلان له پوهنځې نه تللو نه مخکې اسلام سره اشنا شو.
براون وایئ: د پوهنځې محصلانو د اسلام په هکله معلومات نه لرې نو دارنګه هڅو سره هغې به له اسلام سره اشنا شی او دارنګه به د مسلمانانو محصلانو په هکله غلط قضاوت بیا نه کوې.
http://iqna.ir/fa/news/3587997