قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د المغرب الیوم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا کانفرانس د مراکش علمی مطالعاتو او څېړنو موسسه(مبدع) په مرسته او (د قرآن اصلاحات او هغې سره د مختلفو علمونو اړیکې) موضوع سره یی پرانیستا وشوه.
د مراکش د پادشاه مرستیال عباس الجرایري، د سوډان د اوقاف مخکېني وزیر عصام البشیر، عبدالحی عمور د عربستان د تفسیر شورا مشر او مراکش د مبدع علمی مطالعاتو او څېړنو موسسې مشر الشاهد البوشیخی او د قرآن او نست علمی اعجاز نړیواله انجمن غړې زغلول النجار هغه شخصیتونه دی چې د دې کانفرانس پرانیستا مراسمو کې شتون لرلو.
عباس الجراری د مراکش پادشاه مرستیال د پرانیستا مراسمو کې وویل: علما او پوهاند باید په خپله وظایف چې د اسلامی ولس له اړخه یی په غاړه دې عمل وکړي او موجودې خلاګانې ډکې کړې.
عبدالحی عمور د فاس ښار محلی علمی شورا مشر هم له نورو ویاندو سره دې کانفرانس کې خبرې وکړې او تاکید یی وکړو: اسلامی ولس باید خپل ستونزې او بحران اصلی دینی سرچینو ته مخه کولو سره حل کړي.
هغه زیاته کړه: مراکش کې د قرآن عالمانو نړیواله کانفرانس د اسلامی امت قرآن کریم ته را ګرځولو کې تاثیر لرونکې دي.
په دې کانفرانس کې چې تر ۲۶ فروردین پورې ادامه لري، د عالمانو ډله، څېړونکې او د مراکش د دینی او قرآنی مطالعاتو پوهان او د یو شمېر اسلامی هیوادونو شتون لرې به د قرآن اسلامی امت پرمختګ کې د قرآن کریم محوری رول او په مختلفو علمونو کې د قرآن کریم ځانګړیتیا باندې توجه کېږي.
همدارنګه په دې کانفرانس کې به د ریاضي، فزیک، کيمياوي، جيولوژي، نجومي او د روغتیا اړوند علمونه او علمي څېړنې او د قرآنی اصطلاحاتو مطالعې نمونې به په کې څېړلي کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3589431