IQNA

د تونس په نندارتون کې « په اسلام او قرآن کې بشري حقوق»

19:39 - April 17, 2017
د خبر لمبر: 3480477
نړیواله ډله: د قطر بشري حقوقو ملي کمېټې(NHRC) د تیونس په ښار کې د بشري حقوقو او د عزتمنده انسانانو په ژوند کې د اسلام او قرآن احترام څرګندولو په هدف د عربی او اسلامی خطاطۍ یو نندارتون د تیونس په مرکز کې پیل کېږي.
د تونس په نندارتون کې « په اسلام او قرآن کې بشري حقوق»

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د gulfnews خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دې نندارتون د قطر لومړي وزیر عبدالله بن ناصر آل ثانی او د تونس دننه د نورو عربی هیوادونو وزیرانو په شتون کې د خپل کار شورو د جهارشنبه ۲۳ فروردین نه کړی.

علی بن صمیخ المري د قطر د بشري حقوقو ملي کمېټې مشر په دې اړه وویل: دا نندارتون چې په اسلامی کلتور کې د بشري حقوقو په اړه دی، د خطاطي په شکل کې د قرآن کریم آیتونه او د پیغمبر صلی الله علیه و آله حدیثونه نندارتون کې وړاندې کړل چې نېغ په نېغه نړیواله بشري حقوق او د بشري حقوق په اړه نړیواله قانون ته اشاره کوي.

المری زیاته کړه: د اسلام حقیقي پیغام د تبعیض او د ظلم رد او د انسانانو ترمنځه برابري او د عدالت ارزښتونو محکمول دی. او اسلام څو پېړۍ مخکې د ټولنیزه، حقوقي، سیاسي، مدني او کلتوری قانون وضع کړی او د انسان لپاره یی بیان کړې او تضمین کړي دي.

هغه دې ته اشارې سره چې دا نندارتون تېر کال په ژنو د سوئیس مرکزي ښار، د فرانس مرکزي ښار پاریس ښار او د ملګرې ملتونو سازمان کې پیل شوي، څرګنده کړه: اسلام ښکلې هنر، معماري، تمدن او میراث په ټولو هیوادونو کې لري او ترې حمایت کوې ځکه چې دا عقیده لري چې کلتوری او نژادی بدلون بشر لپاره ارزښت لري او میراث یی نه باید نابود شي.

المری خطاطی د تمدن، سولې، میانه روی او د یو بل احترام لرلو او د اړیکو یوه وسیله وټاکله او وې ویل: اسلام انسانان سوله یز او ګډ ژوند ته رابللي او دغه افراطی ډلې چې د اسلام نوم د خپل ناولې او ناروا کارونو او هدف لپاره استعماله وې له اسلام سره هیڅ اړیکې نه لري.

captcha