IQNA

د امریکا «دالاس» موزه کې د اسلامی هنرونو نندارتون

6:55 - April 22, 2017
د خبر لمبر: 3480482
نړیواله ډله: د اسلامی هنرونو نندارتون د تګزاس ولایت په دالاس ښار هنری موزه کې شورو شو.
د امریکا «دالاس» موزه کې د اسلامی هنرونو نندارتون

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د artdaily خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دې نندارتون کې له اسلامی هنرونو ټولګه «keir» نه ۱۵۰ نه زیات هنری اثر نندارې لپاره وړاندې شوي چې ډېر له دغو نه لومړی ځل وړاندې شوي.

په دې نندارتون کې کارول شوي د اسلامی هنری آثار ټولګه نه د کریسټال، قېمتي فلزاتو، کلالې، ټوکرنو، غالۍ. څرمې او کاغذ ته شامل دی.

همدارنګه دې نندارتون کې خطاطی او میناټورې نګارګری چې د شپاړسمې پېړۍ خمسه نظامی ګنجوی له تذهیب خطاطی او د شاهنامه فردوس پاڼو او د کریسټال کوزه نندارې ته وړاندې کړې چې په ټوله نړۍ کې اووه دانې له هغې نه شتون لري.

د keir اسلامی هنرونو ټولګه د اسلامی هنری آثارو ځانګړې کلکسیون ته شاملېږي چې د بریتانیا هنری آثار را جمع کوونکې «ادموند دا آنجر»، له اړخه تقریباْ په ۵ لسیزو کې راټول شوي چې د پوهاندو د وینا په رڼا کې هر یو اړخیزه ټولګه ده چې تاریخی او جغرافیایی ټولګه ده چې په کې د دیارلسمې پېړۍ دو زره هنری اثر شتون لری.

دا ټولګه په کال ۲۰۱۴ کې د دالاس موزې ته ورکړلې شوه چې ورسره دا موزه په امریکا کې د اسلامی هنرو تر ټولو لویه موزه کې بدله شوه د keir اسلامی هنرو ټولګه لومړي ځل د اسلامی هنر ټولګې روح او بدن عنوان سره شامل شوي وه چې تېر کال د دالاس په موزه کې پیل شوي وو.

http://iqna.ir/fa/news/3590770


captcha