IQNA

اردن د عربستان قرآنی نسخې راټولې کړي

6:57 - April 22, 2017
د خبر لمبر: 3480483
نړیواله ډله: د اردن اوقاف وزارتو د عربستان نه راغلې قرآنی نسخې په لیک کې د خطا(په کلماتو باندې د حرکت خطا) له وجهې د بازار نه راټولې کړي.
اردن د عربستان قرآنی نسخې راټولې کړي

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ارم نیوز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اردن اوقاف وزارت د دا قرآنی نسخې چې د عربستان هاشمیه خیریه موسسې له اړخه په دغه هیواد کې خپرې شوې وې راټولې کړی.

د اردن اوقاف وزارت په یوه بیانیه کې اعلان کړي: دې نسخو کې د الله جلاله په لفظ باندې نحوی(په کلماتو باندې د حرکت خطا) غلطي ۲۰۷ پاڼه باندې د سوره لقمان په ۱۱ آیت«هَذَا خَلْقُ اللَّهِ..: دا د الله خلق دی) کې د الله په نوم د «ه» په ځای فتحه (َ) استعمال شوی چې لږېدلې.

عبدالکریم یونس، د اوقاف وزارت قرآن کریم خپرولو وزیر په دې اړه وویل: دا یوه نحوی غلطې د عربستان نه راغلې په قرآن کریم کې لیدلې شوی دا نسخې اردن ته د دغه هیواد د وزارت نه بې تپوسه خپور شوې وې.

اردن ته راغلې نسخې باید لومړي د دغه هیواد وزارت ته وړاندې شی چې د دغه وزارت قرآن کریم کمېټۍ یی اول څېړنه وکړې. دا کار د اطلاع رسولو کمېټه، او د دغه هیواد د څېړنو موسسه له اړخه ترسره کېږي.

captcha