IQNA

د ترکی زړه روښانه حافظ:

وړنتیا له ټولنې بېلتون نه دي / په اتو میاشتو کې د ټول قرآن حافظ شوم

21:03 - May 03, 2017
د خبر لمبر: 3480501
نړیواله ډله: وړنتیا د الله امتحان ګڼم، د اسلامی نړۍ ټولو زړه روښانو ته می پيغام دا دی چې فعال وسې، قرآنی کلاسونو ته لاړ شی او همېشه لوړ اهداف ترلاسه کولو لپاره هڅه کوې، زمونږ شعار دا دې چې وړنتیا له ټولنې بېلتون نه دي.
وړنتیا له ټولنې بېلتون نه دي / په اتو میاشتو کې د ټول قرآن حافظ شوم

د ترکی ۲۶ کلن زړه روښانه حافظ علی اوزکول، د زړه روښانه کسانو د قرآن کریم نړیواله مقابلو دویمه دوره چې د تهران په مصلی امام خمینی(ره) کې پیل شوه کې ګډون کړې او له نورو زړه روښانه کسانو سره یی د ټول قرآن حفظ مقابلې ترسره کړي.

دې زړه روښانه حافظ د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنې(ایکنا) سره مرکه کې دې مطلب ته اشارې سره چې قرآن کریم په ژوند باندې ډېر اثر لري وویل: انسان د آرامښت او د معنویاتو یوې سرچینې ته اړتیا لري چې خپل ژوند د هغې په سایه کې تېر کړی او دغه هم قرآن دی، قرآن ما ته ښودنه کړی چې الله هر حال کې یو څراغ د انسان د هدایت لپاره روښانه ساتلې چې د هغې نه د خپلو ستونزو حل ترلاسه کړي.

هغه د ترکی په قونیه ولایت اصلی ښار د آک ښار کې په یو جومات کې د موذن په توګه د ترکی د دیانت سازمان لاندې فعالیت کوې هغه وویل: په ټولنه کې فعال رول ساتلو سره هیله من یم چې مونږ په ځان اعتماد وکړو او په خپلو خپو ودرېږو کېدلې شی زما ژوند اوس دارنګه نه وي که چرې زما قرآن سره مینه نه وي ما د دې کتاب په سایه کې دوه ځله حج او عمره ادا کړي او دا ما لپاره ډېره د خوشحالۍ خبره ده.

علی ازکول دې ته اشارې سره چې خپل ړوندتوب یی چرې د خپل پرمختګ کې مانع نه دي ګڼلې وویل: زما درته دا خبره ټوکو کې وکړم زه احساس کوم چې اوس هم تاسو سره دوه نور کسان هم شتون لري، له ماشومتوب نه ما کې دا ځانګړیتیا موجود وه چې ما ځان ړوند نه دي ګڼلې هغه وخت به می هم خپلې کورنۍ ته همېشه ویلی چې زه تاسو وینم، که څه هم زه له مور نه ړوند زېږېدلې یم.

د قرآن حفظ کولو په اړه دې زړه روښانه دارنګه وویل: د قرآن کریم زدکړه می له ماشومتوب نه شورو کړې وه، هر کال د ګرمۍ تعطیلاتو کې به د قرآن کریم کلاسونو ته تللم او د بریل الفبا سره به مې د قرآن زدکړه ترلاسه کوله او د قرآن کریم زدکړې نه پس ما کې یو بدلون راغللو البته بریل الفبا پورې می خپلې زدکړې محدود نه وې ساتلې بلکې د اسلامی نړۍ مشهورو قاریانو تلاوت به می هم اورېدلو چې د قرآن کریم یادولو کې زیات تاثیر لرلې.

هغه زیاته کړه: د تحصیل دوران کې کله چې لوي جماعت ته شوم، نو د قرآن کریم د حافظ جوړېدو اراده می وکړه. د الله تعالی مرستې سره می په ۸ میاشتو کې قرآن کریم حفظ کړو او دا کار زما د مدرسې د پرمختګ سبب هم شو او اوس زه د الهیات برخې پوهنتون نه فارغ التحصیل یم.

علی ازکول دې بیان سره چې د جمهوری اسلامی ایران قرآنی مقابلو کې د هغه ګډون لومړۍ نړیواله مقابلو کې دغه شتون دی زیاته کړه: هیله لرم چې دا مقابلې به په راروان کلونو کې هم ادامه ولري، زما په خیال د قرآن کریم استعداد څرګندولو لپاره دا کار تحسین لري، او نه یواځې ایران بلکې ټوله اسلامی نړۍ باید د ړندو لپاره د قرآن کریم فعالیتو پرمختګ کې خپل رول ادا کړي.

دې زړه روښانه حافظ د خپلو خبرو په پایی کې تاکید وکړو: وړنتیا د الله امتحان ګڼم، د اسلامی نړۍ ټولو زړه روښانو ته می پيغام دا دی چې فعال وسې، قرآنی کلاسونو ته لاړ شی او همېشه لوړ اهداف ترلاسه کولو لپاره هڅه کوې، زمونږ شعار دا دې چې وړنتیا له ټولنې بېلتون نه دي.

captcha