قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د العالم خبریال د فرانسیس پاپ دوه ورځې مصر ته سفر په هکله یو راپور کې څرګنده کړه: دا سفر له ترهګري او افراط سره د مقابلې په اړه د مختلفو دینونو د لارښودو او شخصیتونو د وظیفې نښانې وه.
د العالم خبریال اسلام ابوالمجد خپل راپور کې څرګنده کړې: د مصر په دوه کلیساو کې درې اونۍ مخکې د چاودنو سره یو شمېر کسان مړه او ژوبل کېدو نه ورستو د فرانسیس پاپ قاهره ته خپل سفر شورو کړې وو.
هغه په دې سفر کې چې د مصر سختو امنیتي شرطونو سره پیل شو د «د مصر امن کې د سولې دروازې» شعار سره د مصر کاتولیک مسیحی په زرګونو غونډه کې ګډون وکړو.
د الجمهوریه مصر ورځپاڼې سیاسي برخې مشر صفوت عمران د دې سفر په اړه وویل: دا سفر، د مصر مسیحیانو او مسلمانانو لپاره د یو آرامښت پیغام دی چې بهرنې نړۍ به، ترهګري او افراط سره مقابلې کې تاسې یواځې نه پرېږدي. د دې سفر بل پیغام دا وو چې د نړۍ دینی لارښود او شخصیتونه د تاوتریخوالی لرې کولو او همدارنګه د اسمانونو دینونو صحیح تشریح ورکولو لپاره هڅې کوي.
د فرانسیس د پاپ دا سفر مختلف پروګرام لرل چې له دغو نه مهم یی د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسی، سره کتنه وه، په دې کتنه کې له دواړو اړخه سره اوسېدو او د دینونو ترمنځه خبرواترو ته اهمیت او پراختیا ورکولو کې خپل رول ترسره کولو سره د افراطی ډلو مقابلې باندې تاکید وکړو.
پاپ د شیخ الازهر احمد الطیب سره کتنه کې د دغه سفر اصلی پیغام او اهمیت په نړۍ کې سوله او سوله یز ژوند پیغام دي. دې کتنه د واتیکان او الازهر ترمنځه مناسبه اړیکې څرګندې کړی.
http://iqna.ir/fa/news/3594524