IQNA

د اندونیزیا زړه روښانه قاری:

د اسلامی نړۍ زړه روښانو لپاره د ایران هڅی

11:00 - May 07, 2017
د خبر لمبر: 3480506
نړیواله ډله: د اندونیزیا زړه روښانه قاری محمد عرفان افندی د اسلامی نړۍ زړه روښانو نه حمایت کولو کې د ایران رول ولمانځلو، او د ایران قرآن مقابلې یی په زړه روښانه کسانو کې د قرآنی استعداد را څرګندولو لپاره یو ښه فرصت وټاکلو.
د اسلامی نړۍ زړه روښانو لپاره د ایران هڅی

د اندونیزیا ۲۸ کلنه زړه روښانه حافظ محمد عرفان افندی د نړۍ زړه روښانه کسانو د قرآن کریم نړیواله مقابلو دویمه دوره کې چې د تهران په امام خمینی مصلی کې پيل شو، ګډون کړي او نورو زړه روښانه مقابله کوونکو سره یی د قرائت په برخه کې مقابلې ترسره کړي.

دې زړه روښانه قاری د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې دې مطلب ته اشاره کولو سره چې له قرآن کریم سره مینه د پرمختګ، رشد او ژوند کې انسان تعالی ته رسېدلو سبب ګرځې، وویل: قرآن نور دی چې د انسان ښه لاری او سعادت ته لارښود کوې، که چرې یوه ټولنه قرآن ترلاسه کړي، د هغه ټولنې ولس به لوی بریالۍ ترلاسه کړي.

هغه څرګنده کړه: که نړۍ ټول مسلمانان د قرآن کریم ښودنې د خپل ژوند سرچینه وګرځه وې نو ډېر مسئلې او ستونزې په حل شي، نن د بشري ټولنې ډېر بحرانونه د قرآن کریم نه د فاصله له سببه دی. قرآن د لوستلو او عمل کولو لپاره د ژوند د دستور کتاب دی کاش مسلمانانو د قرآن لوستلو په وخت د هغې آیتونو کې زیات فکر کولو.

محمد عرفان د قرآن کریم یادولو په اړه وویل: درې کاله مخکې می د قرآن یادول شورو کړل او اوس هم هغه شوق سره ورته ادامه ورکوم، څي کوم چې د قرآن کریم د قرائت برخه کې ښه اوسم، زما د یادولو طریقه څه دارنګه ده چې د بریل الفبا سره د نړۍ وتلې قاریانو قرائت هم اورم او ترې ګټه ترلاسه کوم.

دې زړه روښانه قاری دې بیان سره چې د ټول قرآن حفظ کولو لپاره هڅې کوې وویل: هر وخت به می له ځان سره ویل چې کاش د قرآن کریم زدکړې می په ځانګړې توګه کالونه مخکې شورو کړې وې او هغې سره می نوره زیاته مینه اخیستلې وې، ځکه چې قرآن د معنویاتو نه ډګه نړۍ هر انسان ته وړاندې کوې، دا اسمانی کتاب مونږ ته ښودنه کوې چې د علم او معرفت ترلاسه کولو لپاره باید هڅې وکړو، هیله لرم چې راروان کلونو کې به دا توان ترلاسه کړم چې د قرآن کریم د یو حافظ په توګه مقابلو کې ګډون وکړم.

هغه د اندونیزیا په مدرسو کې د قرآن کریم ښودو په اړه وویل: د اندونیزیا مدرسو کې محصلان د شورو نه تر پوهنځې او بیا تر عالي تحصیلاتو قرآن کریم د یو درسی کتاب په توګه لري، خو ولی زما له نظر اوس هم اندونیزیا کې د قرآن کریم په اړه پرمختګ او فعالیت لپاره ځای شتون لري.

محمد عرفان دې بیان سره چې د ایران قرآن مقابلې د هغه نړیواله سطح باندې لومړۍ تجربه وه وویل: د زړه روښانو ځانګړې قرآن کریم مقابلې پیل کول هغه هم په نړیواله سطح ډېر ښکلې کار دی، په دې مقابلو کې د مقابله کوونکو ترمنځه ښه مقابلې ترسره شوې چې دا ډېر اهمیت لري. له جمهوری اسلامی ایران نه د دې فرصت په هکله چې مونږ ته یی راکړو ډېره مننه کوو. د دې هیواد د اسلامی نړۍ له زړه روښانو نه حمایت کول د ستاینې وړ لري.

هغه په اخیره کې د قران کریم مقابلو پيل کولو ته چې د اسلامی نړۍ اتحاد او یووالی لپاره اهمیت لري ته اشارې سره تاکید وکړو: الله تعالی د سوره آل عمران په ۱۰۳ آیت کې فرمایئ: «وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا...» (د الله رسي ټول کلکه ونیسي او ډله ډلبندۍ نه لرې اوسي ... ) په دې آیت کې الله تعالی په نښه کوې چې الله تعالی په قرآن کې په اتحاد باندې تاکید کړي نو ځکه ضروري ده چې ټول اسلامی هیوادونه د مسلمانانو ترمنځه د اتحاد او یووالی لپاره هڅې وکړي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3594600


captcha