قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الجزیره ویبپاڼې نه په نقل، د چین ګانسو ولایت خپروونکې او چاپ مرکز د قرآن کریم لرغونې او قلمی نسخې څېړنو فعالیتونو کې د دغه قلمي نسخې کاپي چاپ کولو اقدام وکړو.
ځنې تاریخې سرچینې څرګنده وې چې د دې قرآنی قلمي نخسې لیکل په ۱۱ پېړۍ کې شورو شوې وو او د دې نسخې کاپي د څېړونکو او مینه لرونکو لپاره خپره شوې او د خرس لپاره نه ده.
د دې راپور له مخې، دا قلمي نسخه ۸۷۰ پاڼې او ۵.۱۲ کیلوګرام وزه لري او د دې ولایت په موزه کې به ځای کېږي، د دې نسخې وجود دا خبره په ګوته کوې چې د چین ګانسو ولایت ولسو ۸۰۰ کاله وړاندې هم اسلام سره اشنا وو.
ګومان دی چې د سالار ولس نيکونو د قرآن کریم دا قلمی نسخه په سلو کالو وړاندې هغه وخت چې مرکزی آسیا یی ترک کړه له ځان سره دغه سیمې ته وړې وو او د چين د ژيړ سيند (د چین دویم اوچت سیند چې د پانګ تسه نه او د نړۍ له شپږو اوچت سیندونو نه پس د ۵۴۶۴کیلو میټر باندې پروت دي) سره مېشت شول.
سالار ولس، چین کې د مسلمانانو یو اقلیتي ولس دی چې د ګانسو ولایت کې مېشت دی او شمېر یی تر سل زره کسانو رسېږي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3596779