قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام علی علیه السلام د زیارت اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د ۱۰۰ استادانو د روزنې طرحې څارونکې حسین الحکیم، په دې اړه وویل: د قرآن کیم د استادانو د روزنې او ښودنې درې مرحلو نه لومړۍ مرحله شورو شوه چې په هر مرحله کې به دوه ورځې وخت لږېږي، او دا به د امام علی علیه السلام د حرم قرآنی مطالعاتو، صحیفه سجادیه او نهج البلاغه موسسې کې پیل کېږي.
الحکیم وویل: دا طرحه په ستره توګه د قرآنی فعالانو نه استقبال شو، په دې دوره کې د ګډون لپاره نوم لیکلو شرطونو نه دا وو چې په دې طرحه کې شرکت کوونکې باید له دې نه مخکې د قرآن کریم د تجوید او تلاوت احکامو کلاسونو کې ګډون کړي وې.
هغه په اخیره کې وویل: په دې دوره کې د تجوید، وقف او ابتدا، د قرآن کریم رسم الخط او د ښودنې طریقې او د تلاوت او تجوید ځانګړې علم به ګډون کوونکو ته وړاندې کېږي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3596836