IQNA

امریکایی څېړونکې:

ډېر امریکایان د اسلام نه خبر نه دې

22:41 - May 11, 2017
د خبر لمبر: 3480509
نړیواله ډله: د اسلام په اړه غلط تصوراتو سره فعال مقابله کوونکې او څېړونکې «باربارا سهلی»، وویل: تحقیقات په ګوته کوې چې ډېر امریکایان د اسلامی عقایدو په اړه اطلاعات نه لري او یا د هغوي معلومات هیڅ او محدود دی.
ډېر امریکایان د اسلام نه خبر نه دې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د cape news خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دغه امریکایی څېړونکې وایئ: سره د دې چې د مسلمانانو او د اسلام او د مسلمانانو په اړه منفي خیالونه پرمختګ دې. بیا هم څېړنې دا په ګوته کوې چې د امریکا ډېر خلک د اسلام په اړه هیڅ نه خبر نه دی او تراوسه یو مسلمان سره نه دی مخامخ شوي.

هغې زیاته کړه: دا کار، د مسلمانانو سره اړیکې نه لرل او پوهنې کموالی، د اسلامی په خلاف غلط او منفي خبرې قبولولو کې مرسته کوې.

سهلی وویل: زما په عقیده د مسلمانانو ځانګړې کیسې د مسلمانانو په خلاف دغه غلطو او منفي خیالونو سره مقابلې کولو بهترینه لار ده.

سهلی به د زیارت ۲۱ اردیبهشت باندې د امریکا ماساچوست ولایت د فالموت ښار په عمومي کتابتون کې په دې اړه تقریر کوې.

د «فالموت کې د نفرت لپاره ځای نشته» ډلې چارواکې د دې پروګرام څارونکې دي.

د دې ډلې کشیش نل فیلدز وویل: ډېر خوشحال یم چې مېرمنه سهلی د اسلام سره تعصب په خلاف مونږ ته به تقریر کوې، ډېره مهمه ده چې د نورو په اړه غلط تصورات وپېژندو.

باربارا سهلی په منځني ژبې مدرسو کې د هنر استاده او د هاروارد پوهنتون پوهنې برخې کې کارپوهه ده او د غلطو تعصباتو سره مقابله او د مثبت اړیکو خپرولو کې فعالیت کوي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3596838


captcha